تازه خبرونه

حکمتیار په تذکره کې له ستیکر پرته رایه کارولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار په کابل کې د رای اچونې په مرکز کې خپله رایه ورکړه، په داسې حال کې، چې پېزند پاڼې یې ستیکر نلره.

حکمتیار د شنبې پر ورځ د (تلې ۶) په حبیبیې عالي لیسه کې د رای اچونې په یوه مرکز کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې ستیکر د انتخاباتي درغلیو لپاره لاره هواره کړې ده.

هغه زیاته کړې، چې ټاکنو کمیسیون پر پېژندپاڼې د ستیکرونو د نشتوالي له کبله ډېر وړ خلک له رای ورکولو بې برخې کړي دي.

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون دې نیوکې ته، چې حکمتیار ته یې له ستیکر پرته د رای ورکولو زمینه برابره کړې؛ په ځواب کې په ډاګه کړې، چې ښاغلي حکمتیار خپله تذکره تائید کړې او د ستیکر له مخې یې خپله رایه کارولې ده.

د کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ له ستیکر پرته نه څوک نوماند شوي او نه هم د رایې حق لري.

ښاغلي حکمتیار تېره اوونۍ ویلي وه، چې دی د راتلونکیو ټاکنو ګټونکی دی او درغلي د هغه یوازنی سیال دی.

Trending

Exit mobile version