تازه خبرونه

حکومتي ادارو ته د تحصیلي بنسټونو د فارغانو د جلبولو سپارښتنه شوې – ندیم

Published

on

د لوړو زدهکړو وزارت ویلي، چې د دې وزارت چارسمبالي د روسیې د لوړو زدهکړو او پوهنې وزیرانو د نړیوال کنفرانس په څنډه کې د تاتارستان د کازان ښار له میشتو افغان زده‌کړیالانو سره وکتل.

د لوړو زده‌کړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم د دغې لیدنې پر مهال افغان زده‌کړیالانو ته ډاډ ورکړی؛ د اسلامي امارت رهبر ټولو امارتي ادارو ته دنده سپارلې، چې د خپلو ادارو په خالي بستونو کې د هېواد د تحصیلي بنسټونو فارغان جذب کړي.

همدارنګه د لوړو زده‌کړو چارسمبالي له زده‌کړیالانو وغوښتل، چې په پوره لېوالتيا خپلو زده‌کړو ته پام راواړوي او د خپلو ديني او ملي ارزښتونو د ساتنې ترڅنګ د کوربه هېواد قوانينو، مقرراتو او فرهنګي ارزښتونو ته هم پاملرنه ولري او د خپل هېواد ښه استازیتوب وکړي.

په دې کتنه کې د لوړو زده‌کړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم په داسې حال کې، چې د پوهنې وزارت چارسمبالي حبیب الله اغا هم شتون درلود؛ د افغان استادانو او زده‌ګړیالانو لپاره د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري رامنځته شویو اسانتیاوو ته په نغوته کې ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د تحصیلي نظام پیاوړتیا او پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کړې او دغه وزارت ته یې کافي بودجه په واک کې ورکړې، چې د هېواد د لوړو زده کړو په تاریخ کې بې سارې ده.

 د روسیې د تاتارستان په کازان کې میشتو زده‌کړیالانو د لوړو زده‌کړو وزارت د چارسمبالي له سفر څخه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ هغه ته خپلې یو لړ غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې وړاندې کړې، چې د هغه له لوري د افغان سفارت او د لوړو زده‌کړو وزارت د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم ریاست مسوولینو ته لارښوونه وشوه، چې د دوی د ستونزو د حل لپاره ژر تر ژره چټک اقدامات ترسره کړي.

ویل کیږي، چې د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ د کابینې دې مشرانو د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزیرانو په دوه‌یم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره د روسیې د تاتارستان هېواد کازان ښار ته سفر کړی، چې په یاد کنفرانس کې به وینا هم وکړي.

Trending

Exit mobile version