تازه خبرونه

حکومتي مشران له سیاسي شعور بې برخې شوي- ظاهر قدیر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې لومړی مرستیال وایي، چې د حکومتي مشرانو تر منځ اختلافونه اوج ته رسیدلي او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، هېواد به له لوی ناورین سره مخ شي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیرزیاتوي، چې حکومتي مشران له سیاسي شعور بې برخې شوي، چې له کبله یې جنګي او امنیتي تګلارې ناکامې دي او حکومتي مشران باید د خپلو اختلافونو د دوام له کبله د ملت له برخلیک سره لوبې ونه کړي.

ښاغلی ظاهر قدیر زیاتوي؛ حکومتي مشران باید خپل اختلافونه ډېر ژر حل او نظام له خپلو شخصي ګټو قرباني نه کړي.

د نوموړي په وینا؛ سیاسي مشران دې پر ځانګړیو قومونو د څوکیو له وېش ډډه وکړي، هېواد دې له بحرانه وژغوري او روانې ستونزې دې حل کړي

دی ټینګار کوي، چې داعش په ډېرو ولایتونو کې راښکاره شوی؛ که حکومت مو ملاتړ ونه کړ، مونږ به  خپله د هېواد په ختیځ کې د داعش د خراسان نومي مرکز مخه نیسو او ډېر ژر به د دې ډلې پر وړاندې جګړه پیل شي.

د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې د هېواد روان وضعیت ماتیدونکی دی او که عملي تدابیر ونه نیول شي؛ جګړې به نورې هم زیاتې شي او خلکو ته به یې زیان ورسیږي.

Trending

Exit mobile version