تازه خبرونه

حکومتي چارواکو له شیعه عالمانو سره د خواخوږۍ لیدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۷, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یکشنبې پر ورځ (د زمري ۱۶) د شیعه عالمانو له استازیو سره وکتل او په محرم کې یې د وروستیو چاودنو له کبله ورته خپله خواخوږي وړاندې کړه.

د ارګ په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې په دې لیدنه کې مولوي کبیر د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښکاره کړه.

په دې غونډه کې د شيعه عالمانو د سراسري شورا مرستيال جواد صالح او شیعه مشر استاد اکبري هم شتون درلود او د عاشورا د ورځو د امنيت په ټينګښت کې يې د امنيتي ځواکونو له هڅو او هلوځلو درناوې وکړ.

دا لیدنه له هغو چاودنو وروسته لومړۍ لیدنه ده، چې یو شمېر هزاره وګړي په کې ځاني زیانمن شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) د څرګندونو له مخې، په دغو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۲۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د دغو چاودنو مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی دی.

د یکشنبې پر ورځ د زمري ۱۶ په کابل ښار کې له یوې چاودنې خبر ورکړ شو، چې وروسته د پولیسو له خوا رد او څرګنده شوه، چې دا غږ په یوه ښوونیز مرکز کې د پوځي روزنې و.

Trending

Exit mobile version