تازه خبرونه

حکومتي چارواکو پر کابل پوهنتون د وسلوال برید غندنه کړې

Published

on

پر کابل پوهتنون وسلوال ډله ییز برید  د حکومتي سیاستوالو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

پر کابل پوهنتون او نورو روزنیزو مرکزونو وسلوالو بریدونو د سیاستوالو تند غبرګونونه راپارولي دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر کابل پوهنتون وسلوال برید ته په غبرګون کې څرګنده کړې، چې دا یو انساني ناروین او استخباراتي ناکامي ده.

نوموړي زیاته کړې؛ دوی به هیڅکله د دې توان ونلري، چې خپل وجدان له منځه یوسي. دا یو بد او بې توجیه برید دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وایي؛ پر کابل پوهنتون نننی تروریستي برید په کلکه غندو. د خپلو امنیتي ځواکونو په پیاوړو مټو بشپړ باور ولرو، چې په چټکۍ به تروریستان له منځه یوسي. په هلمند کې د تروریستانو له شرمناکې ماتې وروسته اوس؛ دغه ډلې وارخطا شوي او اکادمیک مرکزونه په نښه کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ طالبان یوازې د اعلامیې په خپرولو، چې په دغه برید کې لاس نلري؛ ځان له مسوولیته خلاصولی نه شي.  

د ملي پخلاینې عالي شورا ویلي؛ پر کابل پوهنتون ترهګریز برید، چې یو شمېر زدکړیالان په کې وژل شوي او ځينې ټپیان دي، یو جنګي جنایت دی. دوی غواړي پر دغه ډول بریدونو په افغانستان کې د علم مخه ونیسي.

د ملي پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله پر کابل پوهنتون وسلوال برید په کلکه غندلی او دا یې یو ناوړه جرم نومولی دی. هغه زیاته کړې، چې زدکوونکي حق لري، چې  په سوله او امنیت کې زدکړې وکړي.

اروپايي ټولنې هم په کابل پوهنتون برید غنلی او دا یې یو ترهګریز عمل بللی دی.

اروپايي ټولنې ویلي، چې د دغو بریدونو تر شا کسان غواړي په افغانانو کې وېره خوره کړي.

که څه هم په کابل پوهنتون کې دا لومړی وسلوال برید ګڼل کیږي؛ خو تر دې دمخه په څو نورو روزنیزو او تحصیلي مرکزونو وسلوال او ځانمرګي بریدونه شوي دي. د افغانستان په لویدیځ کې موعود او کوثر دانش پر روزنیزو مرکزونو په بریدونو کې لسګونه زد کوونکیو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

Trending

Exit mobile version