Connect with us

تازه خبرونه

حکومت او امنیتي سکتور د امنیت خوندي کولو وس نلري

خپور شوی

د

د ولسي جرګې مشر ویلي؛ حکومت د امنیت په خوندي کولو کې بې وسه شوی، امنیتي وضعیت یې له واکه وتلی او له همدې کبله په مرګ و ژوبله کې ډېروالی راغلی دی.

په کابل او ولایتونو کې ورځ تر بلې ناامني ډېریږي او له همدې کبله د ولسي جرګې غړيو د کابل د امنیت لپاره د ولسمشر د لومړي مرستیال امر الله صالح د شپږ نیمو بجو پرغونډو نیوکې کوي او څرګندوي، چې له غونډو سره ناامنیو، وژنو او وحشت زور اخیستی او هیڅوک د مسوولیت احساس نکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي؛ د ( و. ج ) ناقانونه پلیټ لرونکي موټر په ښار کې د ګرځیدو اجازه نلري.

نوموړي څرګنده کړې، چې وسلوال مخالفان دا ډول جعلي پلیټونو کاروي او ترې بریدونه او ناورین رامنځته کیږي.

 په ولسي جرګه کې د غور استازي محمد ظاهر تمیم ویلي: په داسې حال کې، چې امنیت د خلکو غوښتنه ده؛ خو هره ورځ له روان ناورینه خلک وژل کیږي او هیڅوک نشته ، چې چغې واوري. د کابل حالت ورځ تر بلې ان له ولایتونو هم خرابیږي او هېواد د انسانانو پر مسلخ بدل شوی او د پوښتنې څوک نشته.  

په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت استازي رییس عبدالخالق څرګنده کړې: د امنیتي میثاق له پیلیدو سره امنیت رانغي، بلکې نور هم خراب شو او حکومت باید د تویې شوې وینې په اړه ډاډمنې څېړنې تر سره کړي.

د پکتیا استازي خالد اسد په ډاګه کړې: امنیتي سکتور د فلجېدو پر لوري روان دی؛ د شپږنیمو بجو سهارنۍ ناستې څه کړو، چې حالاتو ته یې بدلون ورنکړ او افغانستان یې د ناورین سره مخ کړ.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني ويلي، چې حکومت او امنیتي چارواکو لار ورکه کړې او حالات یې له واکه وتلي دي.

هغه وایي: وسلوال بریدونه او چاودنې د امنیتي ادارو له واکه وتلي او هغو کسانو، چې د امنیت خوندي کولو ژمنه کړې؛ خلکو ته پې ځوابه پاتې دي او باید دغه سکتور استجواب شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال او د کابل امنیتي مسوول امرالله صالح د سهار د شپږنیمو بجو په تازه امنیتي غونډه کې ویلي، چې کورنیو چارو وزارت د ملي شورا یو سل و پنځوس موټرو ته د ( و. ج) ( پر ځای)  د م. ج  پلیټ جوړولو اجازه ورکړې؛ خو ( و.ج) ډوله ناقانونه پلیټ لرونکيو موټرو ته، ځکه د ګرځیدو اجازه نه ورکوي، چې مخالفې ډلې غواړي دا ډول جعلي پلیټونه وکاروي او ناورین رامنځته کړي.

د یادونې ده، چې ولسي جرګې تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو تېره ورځ په ولسي جرګه کې د کابل د استازي خان محمد وردګ پر موټر د پېنځمې امنیتي حوزې د سپین کلي په اړوند څلورلاري کې موټربم چاودنې له ۱۰ کسانو خوږ ژوند واخیست او د خان محمد وردګ په ګډون یې ۵۲ نور ملکي وګړي ټپیان کړي دي.

تازه خبرونه

په قطر کې د ګامبیا د سفیر او سهیل شاهین لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو ارزونه او د پانګه‌ونې فرصتونه

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

Published

on

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) په قطر کې د ګامبیا له سفیر او ځانګړي استازي عمر جاح سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

په دوحه کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ عمر جاح هم‌مهاله د افغانستان لپاره د ګامبیا د سفارت چارې هم پر مخ وړي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ګامبیا ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې امنیتي وضعیت، د پانګونې فرصتونو، اقتصادي همکاریو او نورو ګډو موضوعاتو اندونه وړاندې کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

که په واک کې ښه چارواکي وای، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته به خلکو آزاد تګ راتګ کاوه – اڅکزی

هغه په ​​یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.

Published

on

د پاکستان په ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، چې که ښه مشران په واک کې وای: نو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به خلکو آزاد تګ راتګ کولی شو.

هغه په ​​یوه غږیزه خپرونه کې ویلي، چې نور هېوادونه لکه روسیه، جرمني او بریټانیا، له تاریخي جګړو سره – سره نن خلاصې پولې لري؛ یوازې یوه «کاغذي کرښه» یې ترمنځ پاتې ده او د څارنې او ارزونې هیڅ کومه سخته ارزونه نشته.

اڅکزي زیاته کړې، کېدی شو؛ په سیمه کې ورته وضعیعت رامنځته شوی وای.

هغه ټینګار کړی: «دلته ستونزه څه ده؟ پنجابي په کندهار کې نڅا کوله او پښتانه دلته راتلل. که څه هم مونږ په ښکاره یو هېواد نه‌یوو، خو کولی مو شو په عمل کې یو هېواد واوسو.»

هغه د شوروي اتحاد او امریکا له‌خوا پر افغانستان د یرغل یادونه وکړه او څرګندوي؛ افغانستان حق لري، چې له دې هېوادونو د جګړې د زیانونو او بیارغونې لپاره د تاوان غوښتنه وکړي.

دې پاکستاني سیاستوال له پښتنو سره د پاکستان د حکومت پر چلند نیوکه کړې او ادعا کوي، چې په ځینو ښارونو لکه لاهور او کراچۍ کې هغوی نیسي او جبري ایستل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کونړ زلزله‌ځپلو ته په ننګرهار کې نمرې وویشل شوې

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

Published

on

د کور او ښار جوړولو وزارت د کونړ ولایت هغو زلزله‌ځپلو کورنیو ته، چې د وروستۍ زلزلې له کبله یې کورونه ویجاړ شوي وه؛ د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ د ګمبیري د اړوند سیمې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د نوي جوړ شوي ښارګوټي استوګنیزې نمرې وېشلي دي.

د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې په کې د اوسېدو د نمرو تر څنګ سړکونه او بنسټیزې آسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

دغه راز په دې ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، جوماتونو، روغتیایي کلینیک او هدیرې لپاره ځانګړې ځمکې پر نښه شوې دي، چې اوسېدونکو ته د یو منظم او باعزته ژوند بشپړ چاپېریال برابر شي.

خبرپاڼه زیاتوي؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني د ننګرهار ولایت د والي مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري، د علماوو شورا رییس او د زلزله‌ځپلو د مرکزي کمیسیون مشر شیخ خیر محمد فاروقي، د کونړ د جهادي مدرسې مشر شیخ عبدالقهار صدیقي، د ننګرهار ولایت د مقام استازی شمس العارفین او یو شمېر نورو مسوولانو ګډون کړی و.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر نجیب‌الله حیات حقاني دغو مراسمو ته په وینا کې ویلي؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې زلزله‌ځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، چې د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.

نوموړي د دې پلان پر ارزښت ټینګار وکړ او وایي: دا «پلان هغه ګټوره نسخه ده، چې خړه دښته د سرو زرو پر ارزښت بدلوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره عملي کېږي.»

ویل کیږي، چې د ننګرهار ولایت د مقام استازي شمس العارفین څرګنده کړې، چې د ننګرهار ولایت مقام د زلزله‌ځپلو د ملاتړ او د یاد ښارګوټي د ښه مدیریت لپاره د هر راز همکاریو ډاډ ور کړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!