تازه خبرونه

حکومت او طالبان باید د خپلمنځي خبرو پیلولو ته د نرمښت اړتیا ومني- شنونکي

Published

on

د چارو شنوونکي څرګندوي؛ د خپلمنځي خبرو د پیلولو لپاره اړتیاده، چې دواړه لوري د بندیانو د خوشي کولو په اړه له خپلو دریځونو تېرشي.

له هغې وروسته، چې حکومت د درې زره طالب بندیان د خوشي کیدو غږ پورته کړ؛ طالبانو ټینګار وکړ، چې ترهغې به بین الافغاني خبرې پیل نشي، چې پېنځه زره بندیان مو خوشې شوي نه وي.

د طالبانو د رژیم څارنوال جلال الدین شینواری له دواړو لوریو غواړي: په داسې کچه د بندیانو په خوشې کولو که د نرمښت منلو ته اړتیا ده، چې دواړو لوریو ته د منلو وړ وي.

که څه هم یو شمېر په دې اند دي؛ د طالبانو د پېنځه زره طالب بندیانو د خوشي کولو دریځ به بدل نشي.

د اړوند چارو شنونکی اجمل ساپي ویلي، د طالبانو دریځ دادی؛ د هوکړې له مخې باید ۵۰۰۰ بندیان خوشې شي، چې خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره شي.

له دې سره همهاله یو امریکایي سناتور ویلي؛ د امریکا، ناټو او د افغانستان حکومت باید پرطالبانو فشار راوړي، چې نرمښت ته اړ شي.

د امریکا د کانګرس غړی آدم کینګزنګر وایي: یوازنۍ کاري لار طالبانو ته دا ده، چې د خبرو کولو اړتیا ومني او وپوهیږي، چې له دې پرته بل غوراوی نلري. یعنې امریکا، ناټو او د افغانستان حکومت پرې قوي فشار راوړي، چې نرمښت ته اړشي.

له دې مخکې طالبانو ویلي وه، چې ترهغې به هیڅ ډول بین الافغاني خبرو ته حاضر نشي چې پېنځه زره بندیان یې د حکومت له زندانونو خوشې شوي نه وي.

Trending

Exit mobile version