تازه خبرونه
حکومت او طالبان دې د بندیانو د خوشې کیدو ځنډ او خنډ لیرې کړي ـ ناتو
ناتو څرګنده کړې؛ د افغانستان حکومت او طالبان دې ژر تر سره د بندیانو د خوشې کیدو بهیر پیل او شته خنډونه دې لیرې کړي، چې خپلمنځي خبرې پیل شي.
په دې اړه د ناتو په اعلامیه کې راغلي؛ یوازې د افغانانو په مشرۍ او واک د سولې بهیر کولی شي، چې سیاسي حل رامنځته او دا د څو لسیزو روانې جګړې پای ته ورسوي. د افغانستان د خلکو سولې او امنیت ته همدا یوازنۍ لار ده.
دغه بنسټ ویلي، چې مونږ دغې موخې ته د یو ګټور چاپېریال د رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتو .
په اعلامیه کې راغلي؛ مونږ له دواړو لوریو غواړو، چې د خبرو د پیل لپاره خنډونه لرې او خپلمنځۍ ناسته تر سره کړي.
د دغې اعلامیې له مخې؛ د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي ډېریدل او پر ملي ، امنیتي او دفاعي ځواکونو د بریدونو روان ساتل د منلو ندي؛ ځکه بې ثباتي رامنځته کوي او د سولې په اړه باور له منځه وړي.
دغه بنسټ د ۲۰۱۸ کال د اختر او دغه راز د اورکم اوونۍ، چې د سولې هوکړه یې رامنځته کړه او د کابل ـ دواشنګتن ګډې اعلامیې ته په نغوته کې ویلي، چې ټولې ښکېلې خواوې باید د جګړې د درولو لپاره سیاسي وړتیا او اراده په ډاګه کړي.
د یادې اعلامیې له محې؛ دواړه خږواوې باید د بندیانو د خوشې کولو بهیر چتک او د ملګرو ملتونو د اوربند غوښتنه ومني.
دغه راز ویل شوي، چې د ناتو او پرېکنده ماموریت ځواکونو شتون مشروط شوی دی.
همدارنګه څرګندوي، چې مونږ به د طالبانو سره د هوکړې او له حکومت سره د ګډې اعلاميې له مخې د سولې خوندي کولو لپاره خپل پوځي شتون خوندي کړو.
مونږ له حکومت او طالبانو غواړو، چې د خبرو پیلولو او ترهګرو ته د پناه نه ورکولو ژمنې پلې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د نږدې ۶۰۰ طالب بندیانو او له درې سوه څخه د دېرو حکومتي بندیانو پر سره اوس هم ناندرې روانې دي.
امریکا او طالبانو د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹ د سولې رامنځته کولو هوکړه لاسلیک کړه، چې د بهرنیو ځواکونو وتل، امنیتي ډاډ، د بندیانو خوشې کول، خپلمنځي خبرې او اوربند یې غوره برخې دي.
د یادونې ده، چې د دغې هوکړې له مخې طالبان ژمن شول، چې له حکومتي اړخ سره سیاسي حل رامنځته او جګړه پای ته ورسیږي.