تازه خبرونه

حکومت او طالبان دې په ګډه له داعش سره مبارزه وکړي – زلمی خلیلزاد

Published

on

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن (سې شنبه د لړم ۱۳) په خپل یوه تویت کې پر کابل پوهنتون برید وحشیانه وباله او له حکومت او طالبانو یې غوښتي، چې له داعش سره  ګډه مبارزه وکړي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، چې دغه برید د طالبانو او حکومت لپاره داسې کوم فرصت ندی، چې د یو بل پر ضد ودریږي او امتیازونه تر لاسه کړي.

هغه زیاته کړې؛ داعش د برید مسوولیت منلی دی. باید دغې او نورو ډلو ته د ځواب ویلو لپاره یو ائتلاف رامنځته شي، چې اوربند ته لار اواره او د سولې بهیرګړندی کړي.

د کابل پوهنتون برید پرون له شاوخوا اووه ساعتونو نښتې وروسته پای ته ورسید، چې په هغه مهال ۲۲ زدکوونکي وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شول.

دغه برید پرون سهار ۱۱:۰۰ بجې پیل او د وسلوالو یوه ډله کابل پوهنتون ته وردننه شوه او د حقوقو، ادارې او پالیسۍ د پوهنځیو پر زدکوونکیو یې ډزې وکړې.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړل؛ خو داعش د برید پړه منلې ده.

حکومت نن (سې شنبه د لړم  ۱۳) ملي ماتم اعلان او د غچ اخیستنې ګواښ یې وکړ.

Trending

Exit mobile version