تازه خبرونه
حکومت باید د پاکستان په وړاندې خپله سیاسي تګلاره اعلام کړي- ولسي جرګه
د ولسي جرګې غړي وایي، چې حکومت باید د پاکستان د لاسوهنو په وړاندې خپله تازه سیاسي تګلاره اعلام کړي.
دوي وایي، چې د حکومت، ملي شورا او سیاسي بهیرونو ګډ مسوولیت دی، چې خلک د سترو ننګونو په وړاندې مقابلې ته تنظیم کړي.
په ولسي جرګه کې د غزني استازی اسدالله سعادتي وایي، که څه هم اوسنی نظام له پراخو ننګونو سره مخ دی؛ خو اوس هم افغانستان او افغانانو ته مهم چتر دی او که دا نظام د سیاسي بهیرونو او خلکو لخوا حمایه نه شي او د شته ننګونو او ستونزو په وړاندې خلک منسجم نه شي، افغانستان به د یوه ستر کړکیچ پر لور ولاړ شي.
نوموړی زیاتوي، د خلکو اتحاد او له نظام ملاتړ کولی شي د افغانستان د دښمنانانو توطیې شنډې کړي.
په ولسي جرګه کې د هرات استازې ناهید فرید وایي، له نظامه ملاتړ د هېواد پرمختګ غزوي؛ پر حکومت زمونږ فشار دا معنا نه لري، چې حکومت ته زیان اړوو.
په ولسي جرګه کې د کابل استازی الماس زاهد له حکومته غواړي، چې د پاکستان د لاسوهنو په وړاندې خپله نوې تګلاره اعلام کړي؛ ځکه هره ورځ خپل افغان ځواکونه له لاسه ورکوو. که پاکستان دښمن وي ، چې ورسره جنګ اعلام کړو. پاکستان یوه ورځ د سولې غږ پورته کوي او بیا بله ورځ ترې د جګړې غږ اورو.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي د افغانستان روان وضعیت پیچلی بولي او له ولسمشر غواړي، چې ملي شورا ته له ورتلو وړاندې د ملي دفاع او ملي امنیت د لوی ریاست له پاره کاندیدان دې جرګې ته وروپېژني.
د نوموړي په وینا؛ د هېواد اوسنی وضعیت ډېر حساس او ماتیدونکی دی او باید د حل له پاره یې اغېزمن ګامونه پورته شي.
د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې له امریکا سره لاسلیک شوي امنیتي هوکړه لیک او د مرستندویه هېوادونو ملاتړ ته په پاملرنه اړتیا ده، چې دغه هېوادونه د روانو ناخوالو او ننګونو د حل له پاره کار وکړي او د افغانانو غوښتنو ته لاسرسی وموندل شي.
خبریال: رفیع صدیقي