تازه خبرونه

حکومت باید له طالبانو سره روغه جوړه وکړي – زاخېلوال

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۶, ۱۳۹۹)

په اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخېلوال ویلي؛ ولسمشر اشرف غني ۸۰ سلنه اساسي قانون نقض کړی دی.

حضرت عمر زاخیلوال له آریانا نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې څرګنده کړې، چې حکومت د سولې په بهیر کې ډېري فرصتونه له لاسه ورکړل او اوس باید د سولې د رامنځته کېدو لپاره له طالبانو سره روغه جوړه وکړي.

هغه دا هم ویلي، چې یو شمېر شخصیتونه د لنډمهاله حکومت د رامنځته کولو لپاره د سیاستوالو د هڅو تر څنګ د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو په فکر کې دي.

عمر زاخېلوال د افغانستان د سولې بهیر د امریکا نوښت وباله او څرګندوي، چې د ۲۰۱۸ کال څو ورځنی اوربند د ولسمشر غني د هڅو زېږنده نه، بلکې د امریکا او طالبانو د هوکړې پایله وه.

هغه دا هم ویلي؛ ولسمشر د دې مسلې په اړه اندېښمن دی او وېریږي، چې د لنډمهالي حکومت مشرۍ ته بل څوک راوړاندې نشي.

په اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر زاخېلوال په ډاګه کړې، چې اوسنی تاوتریخوالی او وینې توېیدنې باید ودریږي او د خبرو ډلې دې ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسیږي.

که څه هم هغه د سولې هڅې یو مثبت ګام ګڼي؛ خو وايي، چې پر دقت سربېره باید په دې بهیر کې چتکتیا هم په پام کې ونیول شي.

Trending

Exit mobile version