تازه خبرونه

حکومت خاصو کړیو ګرو کړی دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګي اداري پلاوی وايي که حکومت کابینه ژر اعلان نکړی؛ خلک به يې په خلاف پاڅون وکړي او نظام به سقوط وکړي.

د ولسي جرګي اداري پلاوي د دغه مطلب په څرګندولو سره زیاته کړه، په داسې حال کې چې هیواد له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دی؛ خو حکومت په نهه نویمه ورځ هم ونه توانیده چې کابینه اعلان کړی.

دوی خبرداری ورکوي چې که کابینه نوره هم وځنډول شي، د ملي یوالي حکومت یې باید عواقبو ته ځان چمتو کړي.

د ولسي جرګی اداري پلاوی په حکومت د نیوکې تر څنګ وايي چې د سلو ورځو په تیریدو لاهم ولسمشر او اجرایوی ریئس د وزرارتونو پر سر چانی وهي.
د ولسي جرګې رییس یو ځل بیا په حکومت غږ وکړ چې ژر تر ژره کابینه معرفي کړي.
په همدی حال کی د ولسي جرګې یو شمیر غړي وایي چې حکومت د ځانګړو کړیو په بند کی پاتی ده او دا کار د کابینی د نه اعلانیدو لامل شوی.
د ولسي جرګې غړي وايي چې د کابینې ځنډ د هیواد په امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو چارو بده اغیزه کړې ده او وایي که چیری دا حالت دوام وکړی، نو هیواد به له لوی کړکیچ سره مخ شی او مسوولیت به یی ولسمشر او اجرایی ریئس په غاړه شی.

Trending

Exit mobile version