تازه خبرونه
حکومت دې د فیسبوکي او ټویټري جګړې پر ځای له خلکو ملاتړ وکړي
د مشرانو جرګې مشر له حکومتي چارواکو غوښتي، چې له فیسبوکي جګړې را ووځي؛ خلک له هېواده دفاع ته منظم او اړتیاوې یې پوره کړئ.
د هېواد په ډېرو سیمو کې د جګړو له ډېرېدو سره سم یو شمېر ولسي خلکو وسله را اخیستې او وايي، چې له افغان ځواکونو سره اوږه پر اوږه د طالبانو پر ضد جګړه کوي.
د مشرانو جرګې رييس څرګنده کړې، چې ولسمشر او حکومتي چارواکي باید له فیسبوکي او ټویټري جګړې را ووځي او خلک منظم کړي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار زیاته کړې؛ خلکو په روان بېړني حالت کې وسلې راپورته کړي او حکومت ته په کار ده، چې دا خلک سم مدیریت او اړتیاوې یې پوره کړي.
د مشرانو جرګې یو شمېر غړيو ويلي، چې وسلوال طالبان سوله نکوي او حکومت باید د ملي پخلاینې عالي شوری لغو کړي او د جنګ شوری جوړه کړي.
د مشرانو جرګې غړي فرهاد سخي ویلي؛ د ملي پخلاینې عالی شورا بې پایلې شوي او پر ځای یې باید د جګړې شورا جوړه شي. پخلاینه له هغه چا سره، چې سولې ته نه حاضریږي؛ بې معنا ده. مونږ لاس وراوږدوو؛ خو لاس مې پرې کوي.
د مشرانو جرګې غړی سید صفي الله هاشمي وایي: طالبان او پاکستان باید پوه شي، چې له خلکو سره مخ دي. دفاع وزارت باید له رامنځته شوي وضعیته غوره ګټه واخلي او له ولسي ځواکه ملاتړ وکړي. اوس د خلکو وار دی، چې له چا سره سوله وکړي او له چا سره د جګړې ډګر ته ودانګي.
د مشرانو جرګې غړيو ټینګار کړی، چې د طالبانو پر ضد د خلکو روان پاڅون باید پیاوړی شي او حکومت یې باید سرښندنې له پامه ونه غورځوي؛ په امنیتي بنسټونو کې دې جذب شي، چې په راتلونکې کې ستونزې ونه زیږوي.
