تازه خبرونه

حکومت دې د کډوالو د خوندي را لیږدولو مناسبه زمینه برابره کړي-ایزدیار

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو په ناوړه حالت د مشرانو جرګې غړیو اندېښنه وښوده او په حکومت يې غږ وکړ، چې د کډوالو د خوندي را لیږدولو لپاره مناسبه زمینه برابره کړي.

مشرانو جرګې د کډوالو چارو وزیر او د حج او اوقافو وزیر د دیني او مذهبي مراسمو پر وخت د ګډوډيو له کبله د پوښتونو لپاره ور بللې وه.

د مشرانو جرګې غړی محمد علم ایزدیار وايي، چې له یوې خوا افغان کډوال په پاکستان کې له زور زیاتي سره مخ دي او له بلې خوا هېواد ته راستانه شوي کډوال د سر سیوري نه لري او د ژوندانه له نورو آسانتیاوو بې برخې دي.

د مشرانو جرګې غړی نثار حارس وایي، حکومت باید په کور د ننه او په بهر کې د کډوالو ستونزو ته جدي پام وکړي.

د کډوالو او بېرته راستنیدونکیو چارو وزیرسید حسین عالمي بلخي هم دا مني، چې ایران او پاکستان له کډوالو څخه د فشار او کمزورې نقطې په توګه کار اخلي.

د هغه په وینا؛ په دې وروستیو ورځو کې د ورځې اته زره افغانان له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنیږي.

د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلي د حج او اوقافو په وزارت نیوکه کوي، چې د مذهبي مراسمو پر وخت په ښار کې ګډوډي وي او دغه وزارت د مراسمو لپاره مناسبه تګلاره نلري.

هغه په ځانګړې توګه د شیهدانو اوونۍ مراسمو ته اشاره کوي، چې خلک په دغه ورځ له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعی الحق عابد وایي، په روان کال کې افغان حاجیان له مناسبو فرصتونو برخمن ول.

دهغه د معلوماتو له مخې، تر اوسه په اووه لس پروازونو کې اته زره افغان حاجیان را لیږدول شوي دي او تر راتلونکیو دوه اوونیو به ټول افغان حاجیان خپلو کورونو ته راستانه شي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version