تازه خبرونه

حکومت دې له وړتیاوو برخمن ځوانان پر کارونو وګوماري – ځوانان

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۸, ۱۴۰۱)

د هرات ځوانان له حکومته غواړي، چې د حکومتوالۍ په برخه کې له لوستي او پر کار پوه نسل څخه کار واخلي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو شاوخوا یو نیم کال تېرېږي او په دې موده کې ګڼشمېر لوستو ځوانانو خپل هېواده پرېښی او ځيني یې، چې په دولت کې یې کار کاوه د دندو پریښودو ته اړ شوي دي.

په همدې حال کې د هرات ځوانان د ځوان نسل د استعدادونو او وړتیاوو په برخه کې د حکومت پر نه پاملرنې نیوکه کوي.

دغه ځوانان له دې کبله اندېښمن دي، چې ډېر لوستي کسان هېواد پرېږدي او یا له حکومته ایستل کېږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو مرستیال وايي؛ ځوانان د هېواد ۶۷ سلنه نفوس جوړوي او حکومت ژمن دی، چې له دغو ظرفیتونو او استعدادونو څخه د حکومتوالۍ د ښه والي او پراختیايي چارو په برخه کې کار واخلي.

د ځوانانو چارو مرستیال په دې وروستيو کې د هېواد بیارغونې ته د ځوانانو د هڅولو پروګرامونه پيل کړي او په ولايتونو کې یې له ځوانانو سره خبرې هم کړې دي.

مدني هڅاند عبدالهادي قانع وایي: له بده مرغه، چې څه باندې یو کال تېر شو؛ خو مونږ ونشو کولی، چې د ځوانانو د رواني فشار او د بې روزګارۍ له ستونزې سره مقابله وکړو؛ ځکه، نو لږ تر لږه له ځوانانو سره د لنډ مهاله او ګټورو پلانونو لپاره په ولایتونو کې د ځوانانو د غوښتنو د اورېدلو لپاره ملي خبرو اترو ته اړتیا ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال په دې ورځو کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو له ځوانانو سره په خبرو بوخت دى؛ هغه د هرات له ځوانانو سره په لیدنو کې ژمنه وکړه، چې له ځوان نسل څخه به د حکومتوالۍ په برخه کې کار اخلي. هغه وايي، دا مهال ځوانان د هېواد شل میلیون وګړي جوړوي، چې نیمايي یې نجونې دي؛ خو حکومت ژمن دی، چې د ځوانانو له ظرفیتونو او استعدادونو کار واخلي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال محمد یونس راشد وایي: له بده مرغه زمونږ دښمنان وايي چې ځوانان د افغانستان په ټولنه، دولت او اقتصاد کې د پام وړ ونډه نلري؛ خو دا منفي تبلیغات دي. د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې د هېواد د ګرانو ځوانانو په حق کې ونډه واخلي. اوس په وزارتونو او دولتي ادارو کې زیاتره کاري ځواک ځوانان دي.

که څه هم د هرات ځوانان په دې باور دي، چې په تېرو دوه لسیزو کې د ځوان نسل لپاره کوم لوی کار ندی شوی؛ خو اوس هیله من دي، چې د اسلامي امارت مسوولین به لوستي او با استعداده نسل ته دا فرصت ورکړي، چې له وړتیاوو او استعدادونو یې ګټه واخیستل شي.

د هرات اوسېدونکی غلام یحیی عزیزي وایي: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو ریاست باید د ولسوالیو په کچه د سواد زدکړه، انګلیسي ژبه او تعلیمي پروګرامونه پیل کړي، چې ځوانان وکولی شي له دغو پروګرامونو ګټه پورته کړي او د خپلو زدکړو کچه لوړه کړي.

د هرات یو بل اوسېدونکی احمد فرزاد فخري وایي: مونږ غواړو، چې ځوانان په لویه کچه کار وکړي او د ځوانانو له استعدادونو څخه د سترو موخو لپاره کار واخیستل شي. نن ورځ مونږ ډېر ځوانان لرو، چې استعدادونه او وړتیاوې لري؛ خو د هغوی له ظرفیت څخه کار نه اخیستل کیږي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم الحق حقاني ویلي: زمونږ تر ټولو لویه هڅه دا وه، چې ځوانان مو د امید جوړونې او هوساینې پر لوري وهڅول شي او تر یوه حده مو ځوانانو ته ډېر تعلیمي پروګرامونه او کورسونه وړیا برابر کړي دي.  

که څه هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي په بېلابېلو غونډو کې له لوستي او ځوان ځواک سره نوې ژمنې کړي دي؛ خو ځوانان په دې باور دي، چې دا ژمنې باید پاې او عملي شي.

Trending

Exit mobile version