تازه خبرونه

حکومت دې نوماند وزیران ولسي جرګې ته وروپېژني

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲, ۱۳۹۹)

ولسي جرګې یو ځل بیا له حکومت څخه وغوښتل، چې هر څومره ژر ولسي جرګې ته نوماند وزیران ور وپیژني او په حکومت کې ورسره د چارسمبالۍ او سرپرستي کلتور پای ومومي.

د سرپرستانو لخوا د وزارتونو اداره کولو د ولسي جرګې د غړیو نیوکې را پارولي او وايي، چې حکومت باید د سرپرستۍ کلتور ته پای ورکړي او هر څومره ژر د کابینې لپاره نوماند وزیران ولسي جرګې ته ور وپېژني.

 دوی وايي؛ حکومت ته په کار ده، چې وړ کسان د نوماند وزیرانو په توګه ور پېژني او په وینا یې هغو کسانو ته به د باور رایې ورنکړي، چې بهرنی تابعت ولري.

په ولسي جرګه کې د بدخشان استازې نیلوفر ابراهیمي ویلي: د توطیعو او دسیسو د مخنیوي لپاره ځواکمنه کابینه او ځواکمن حکومت اړین دی. د اساسي قانون د ټینګار له مخې باید نوماند وزیران ولسي جرګې ته وروپېژندل شي.

د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني هم ټينګار کوي، چې د کابینې لپاره باید مسلکي او وړ کسان غوره شي.

هغه زیاتوي؛ ولسمشر ورسره ژمنه کړې، چې هغه نوماندان به د سرپرستانو په توګه ونه ګومارل شي، چې د ولسي جرګې څخه د باور رایې په ترلاسه کولو بریالي نشي.

د سرپرستانو لخوا د ګڼو وزارتونو اداره کول له کلونو پخوا روان دي، چې د ولسي جرګې د غړیو او د نظرخاوندانو په باور له همدې کبله یې حکومتي چارې له ځنډ، خنډ او ستونزو سره مخ شوي دي.

Trending

Exit mobile version