تازه خبرونه
حکومت دې په تذکرو کې د دین، ملت او قوم کلمې ورزیاتې کړي
افغان ملت ګوند وایي، په برښنایي تذکرو کې د دین، ملت او قوم لیکل اوس د خلکو اړتیا ده.
ددغه ګوند رییس وایي، حکومت د تذکرو د وېش په اړه تر دې دمه بېوسه دی او شته ستونزې حلولی نه شي.
افغان ملت ګوند په ډاګه کړه؛ مونږ غواړو، چې په برښنایي تذکرو کې د دین، ملت او قوم کلمې ولیکل شي او په آرشیف کې د ساتنې له پاره، چې څه لیکل کیږي ودې لیکل شي؛ اعتراض پرې نه لرو، ځکه د اړتیا په صورت کې به ترې کار واخیستل شي؛ خو په تذکرو کې دې هغه څه ولیکل شي ، چې خلک یې غواړي.
د افغان ملت ګوند رییس ستانه میر شېرزاد ټینګار کوي، چې د هېوادنیو موضوعاتو په اړه حکومت د ټینګې پرېکړې له واک و ځواک بې برخې دی.
د هغه په وینا؛ له هغه مهاله، چې ملي وحدت حکومت کار پیل کړی په ملي او نړیوالو موضوګانو کې پرېکړه نه شي کولی او دا د دې لامل ګرزي، چې هېواد له بحران سره مخ شي.
د دغه ګوند په باور؛ که د ستونزو د حل له پاره حکومت د خلکو غوښتنې ونه مني، ناشونې به وي، چې هېواد لازمه وده ومومي.
خبریال: رفیع صدیقی