سوداگري

حکومت د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د ریلپټلۍ پروژه بشپړوي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۴, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ریلپټلۍ ادارې نن پنجشنبه د زمري ۱۳ په یوه خبري ناسته کې د افغانستان ، ازبکستان او پاکستان د ریلپټلۍ د لومړنیو چارو له رغولو او پیلولو خبر ورکړ.

د افغانستان د ریلپټلۍ ادارې مسوولینو ويلي؛ په کابل کې د تېر نظام له ړنګېدو سره د هېواد په ځینو برخو کې د ریلپټلۍ ځینې تاسیسات هم زیانمن شوي وه، چې د بیا رغونې چارې یې د افغانستان د ریلپټلۍ د ادارې لخوا پیل شوې دي.

د افغانستان د رېلپټلۍ ادارې مسوولینو د خپل یو کلن فعالیت په اړه ولس ته معلومات وړاندې کړل او وايي؛ د افغانستان، ازبکستان، پاکستان د ریلپټلۍ د پروژې د پلي کولو تدابیر نیول شوي، چې له پلي کېده سره به یې د افغانستان د اقتصادي ثبات ترڅنګ په سیمه کې امنیتي ثبات هم رامنځته شي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې، د ازبکستان، افغانستان، پاکستان د رېلپټلۍ جوړېدل کولی شي، چې منځنۍ او سویلي آسیا د افغانستان له لارې سره ونښلوي.

د ریلپټلۍ د ادارې مسوولین زیاتوي، چې  د افغانستان، ایران، چین د ریلپټلۍ د عملي چارو د پراختیا لپاره هم د ایران له لوري سره خبرې روانې دي.

په تېر یوه کال کې د ریلپټلۍ له لارې له ۳ میلیون ۴۵۶ زره متریک ټنو څخه زیات انتقالات شوي، چې په دې کې ډېره برخه واردات، ترانزیت او صادارت دي.

د افغانستان د ریلپټلۍ د ادارې عمومي رییس بخت الرحمان شرافت وایي: مونږ د ریلپټلۍ له درې میلیون متریک ټن ډېرانتقالات کړي او همداراز د افغانستان له لاري د ریلپټلیو تېریدل د سیمي په اقتصاد او امنیت کې مثبت اغېز لرلی شي.

د افغانستان د ریلپټلۍ ادارې مسوولینو په ډاګه کړې؛ په نږدې راتلونکې کې به د ایران – افغانستان ترمنځ د ریلپټلۍ له لارې د انتقالاتو بهیر هم پیل شي.

دوی زیاتوي، چې په روان کال کې به د کندهار- کوټې ترمنځ د ریلپټلۍ د جوړولو لړۍ هم  پیل شي.

د افغانستان د ریلپټلۍ ادارې تخنیکي مرستیال عبدالباري صدیقي وایي: مونږ هڅه کوو، چې د ریلپټلۍ د جوړولو بهیر پراخه کړو. که څه هم په نړیواله کچه د جوړولو لګښت لوړ دی؛ خو افغانستان د سیمي اړتیا ووته په کتو اړدی، چې په هېواد کې د ریلپټلۍ ته پراختیا ورکړي.

د افغانستان د ریلپټلۍ ادارې د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ افغانستان له درې هېوادونو سره په څلورو برخو کې نښلېدلی او دمګړۍ په هېواد کې نږدې ۲۵۰ کیلومتره ریلپټلۍ غزېدلې، چې ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې ده.

Trending

Exit mobile version