تازه خبرونه
حکومت د اقتصادې ودې او پانگونې خنډونه پخپله جوړ کړي
د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معین وایی؛ تر هغې پورې، چې د حکومت له د ودې او پراختیا خنډونه جوړیږي، هېواد به له اقتصادي ستونزو خلاصی و نه مومي.
سخت پروسیجرونه، نامناسب قوانین، د فساد شتون او منابعو ته د پانگوالو نه لاس رسی هغه ستونزې دي، چې د حکومت له خوا پانگوالو ته جوړ شوي دي.
گل مقصود ثابت د مالیې وزارت د گمرکونو او عوایدو معین وایي، په ټول حکومت کی فساد شته، چې دا پخپله د پانگونې په وړاندي خنډ دي.
د نوموړي په وینا د اقتصادي پراختیا په وړاندې داستونزه پخپله حکومت جوړه کړې ده.
ښاغلی ثابت یې نوم نه اخلي؛ خو وایي، چې د ځینو هېوادونو په فرمایش ځینې سوداگر هېواد ته بې کیفیته مواد واردوي.
هغه زیاتوي، یو شمېرهېوادونه افغان سوداگر هڅوي، چې افغانستان ته بې کیفیته توکی راشي.
د هغه د وینا له مخې دا کار له هره پلوه د هېواد د اقتصاد په زیان دی.
یو شمېر پانگوال وایي؛ د ملي یووالي حکومت داسې کوم پروگرام نه لري، چې د سوداگرو او پانگوالو په ملاتړ تمرکز ولري.
سوداگر غلام حسن روشن وایي، مونږه دلته ټولې چارې پخپله تر سره کوو. د حکومت په نامه مونږه څه نلرو. هر څه مو خپله پیل کړي او له دولت هیڅ توقع نه کیږي.
د سوداگرۍ او صنایعو خونې مسوولینو هم څو ورځې وړاندې ویلي وه، چې په افغانستان کې د پانگونې لپاره هیڅ ډول آسانتیاوې نشته او له همدې کبله پانگوال خپلې پیسې له افغانستان څخه باسي.
دا به ښایی لومړی ځل وي، چې حکومتي چارواکي د پانگونې او اقتصادي ودې په وړاندې حکومت اصلي خنډ گڼي.
خبریال: اسلم حجاب.