تازه خبرونه
حکومت د انرژي او اوبو وزارت په سکتور کې د پانګونې د یو ورځنی کنفرانس کوربتوب وکړ
د انرژۍ او اوبو وزارت په سکتور کې د خصوصي پانګونې د راجلبولو لپاره په کابل کې د دولتي چارواکو، نړیوالې ټولنې د استازیو او د خصوصي سکتور د غړیو په ګډون یو ورځنی کنفرانس جوړ شو.
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپله پرانیستونکې وینا کې څرګنده کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد پرمختګ او پراختیا ته ژمن دی؛ خو له خلکو یې وغوښتل، چې زغم ولري او زیاتوي؛ ځکه دا هېواد مونږ پخپله جوړوو.
ملا برادر دغه راز په ډاګه کړه، چې افغانستان بالقوه یو بډایه هېواد دی، چې د پانګونې ډېر ښه فرصتونه لري.
نوموړي له سوداګرو وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او افغان حکومت به ورته نه یوازې د آسانتیاوو، بلکې د بشپړ امنيت زمینه هم برابره کړي.
هغه افغانانو ته ډاډ ورکړ، چې د کانونو د استخراج، بندونو په جوړولو او نورو برخو کې پانګونه او کارونه ورځ تر بلې زیاتېږي؛ ښايي په لږ وخت کې افغانستان پر ځان بسیا شي.
د انرژی او اوبو وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور هم استازیو ته په وینا کې ویلي، چی د افغانستان د اوبو لګولو اداره د اوبو مدیریت او د انرژۍ تولید ته ژمنه ده.
عبداللطیف منصور ویلي، چې کنفرانس د پانګوالو لپاره د اوبو او انرژۍ په سکتورونو کې د شته فرصتونو د په ډاګه کولو لپاره جوړ شوی، چې د کورنیو، سیمه ایزو او نړیوالو سوداګرو ته په اړوند سکتورونو کې د پانګوونې زمینه برابروي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور هم استازیو ته د وینا پر مهال ویلي؛ اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د هېواد خپلواکي وساتو او له طبیعي زېرمو ګټه واخلو.
د کانونو او پترولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور په ډاګه کړې؛ کوچني کانونه د کورنيو پانګوالو لپاره ځانګړي دي، خو که بهرنۍ کمپنۍ غواړي پانګونه وکړي، مشر يې بايد افغان وي.
د دلاور د څرګندونو له مخې، اوس مهال ٥١ واړه کانونه د استخراج په حال کې دي.
د کانونو او پترولیم وزیر شهاب الدین لاور بیات پاور ته هم نغوته وکړه او په ډاګه یې کړه، چې بیات پاور دا مهال ۴۰ میګاواته برښنا تولیدوي او غواړي دغه کچه ۲۵۰ میګاواته ته لوړه کړي.
هغه څرګنده کړه: مونږ د دغه شرکت له پرېکړې هرکلی کوو.
