تازه خبرونه

حکومت د بروکسل غونډې ته بشپړ تیاری نه لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بروکسل غونډې ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، خو حکومت د اداري فساد پر وړاندې مبارزې او د پرمختیایي بودجې مصرف کې څرګند او پام وړ پرمختګ نه لري.

د مالیې وزارت وایي، د مالي کال نهه میاشتې تېرې شوېخو وزارتونو او حکومتي ادارو د خپلو پرمختیایي بودجو ۳۰سلنه برخه لګولې ده. له بلې خوا ولسمشرۍ ماڼۍ مني چې اداري فساد ټولو دولتي ادارو کې ژورې ریښې لري.

د لندن او توکیو د غونډو یو مهم شرط له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د دوام له پاره له فساد سره مبارزه او د دولتي ادارو له خوا د پرمختیایي بودجې لګولدي. د ملي یووالي حکومت کې د فساد ضد ډېرې دوسیې وسپړل شوې خو دې دوه کلن حکومت کې لږ کسان تر محکمو ورسېدل. د ولسمشر یو جګپوړی سلاکار هم مني چې اداري فساد دولتي ادارو کې د ځواکمنې ونې په څېر ریښې ځغلولېدي.

له اداري فساد سره د مبارزې په چارو کې د ولسمشر جګپوړی سلاکار سردارمحمدروشن وايي: “د حکومت په ټولو برخوې کې فساد ژورې ريښې لري خو له اداري فساد سره د مبارزې شورا به د فساد په اړه هېڅ دوسيه له ځواب پرته پرې نه ږدي.”

د وزارتونو او دولتي ادارو د روان مالي کال بودجه څلورسوه پنځه پنځوس اعشاریه پنځه میلیارد افغانۍ ده چې دوه سوه دري نوي میلیاردهافغانۍ یې عادي او ۱۶۲ میلیارد افغانۍ یې پرمختیايي ده، حکومت نړیوالو ته ژمنه ورکړې وه چې د بروکسل تر غونډې به د پرمختیایي بودجې شپېته سلنه برخه ولګوي خو دې ژمنې کې اوس پاتې راغلي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمیدعبدالرحیمزی وايي: “موږ ونه شو کولای چې له ۵۵سلنه پرمختيايي بودجې څخه سل په سلو کې ولګوو، په ټوليزه توګه اوس ۳۰ په سلو کې پرمختيايي بوديجه لګول شوې ده.”

د سیاسي شنونکو په وینا، د پرمختیایي بودجې په مصر کې د دولت پاتې راتلل ښیي چې لا تر اوسه د هېواد په دولتي ادارو کې لازمه وړتیا نشته او دا به د بروکسل غونډې کې دې ته لار اواره کړي چې نړیوال د نورو اضافي مرستو ژمنې ونه کړي.

سیاسي شنونکی رحمت الله بیژن پور وايي: “بې شمېره زده کړيال ځوانان بې کاره ګرځي خو د وزارتونو بودجه مو نه شو لګولای چې دا د حکومت کمزوري ښيي.”

ټاکل شوې د افغانستان په هکله د بروکسل نړیواله غونډه څو ورځې وروسته جوړه شي او دغه غونډه له افغانستان څخه د نړیوال ملاتړ ددوام له پاره مهمه بلل کېږي.

امنیه قومندان غفوري زياتوي چې د یمګان او وردوج ولسوالیو د بېرته نیونې هڅې هم پیل شوې چې اوس د طالبانو په کنټرول کې دي.

 

 

Trending

Exit mobile version