تازه خبرونه

حکومت د برښنايي تذکرو وېش ته کلک هوډ نلري- لالی حمیدزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون غړي وايي، چې حکومت د برښنايي تذکرو د وېش لپاره کلک هوډ نلري او یو شمېر کړۍ د دغو تذکرو وېش ته لیواله هم نه دي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون غړي محمد نعیم لالي حمیدزي له آریانا نیوز سره په خبرو کې په ډاګه کړې، چې حکومت د برښنايي تذکرو د وېش مخنیوی کړی او په ارګ کې ځينې کړۍ نه غواړي، چې تذکرې ووېشل شي.

د لالي حمیدزي په وینا؛ د برښنایي تذکرو په وېش کې یو څو ستونزې شته؛ لومړی دا، چې تړونونو ستونزه لرله، دوه یم دا، چې بشپړ ظرفیتونه باید جوړ شوي وای او په ټوله کې ستره ستونزه په ارګ کې یو شمېر کړۍ دي، چې د وېش خنډ ګرځي او دا کار یې اندېښنې هم راپاروي.

د برښنا يي تذکرو د ادارې ريیس همایون محتاط وايي، چې د وېش لپاره یې  ټولې تیارۍ نیول شوي او د چارواکو هدایت ته سترګې په لاردي.

د نوموړي په وینا؛ دمګړۍ ۷ میلیونخام کارتونه هم ورته لرو.

ویل کیږي، چې له دې مخکې شپاړس میلیون کاغذی تذکرې وېشل شوې دي.

مسوولین وايي، چې که د برښنايي تذکرو وېش پیل شي؛ په اووه کلونو کې به ټولو افغانانو ته ووېشل شي.

ویل کیږي، چې د دغو تذکرو له وېش سره به د ټاکنو شفافیت هم ډاډمنیدلی شي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version