تازه خبرونه

حکومت د خطرناکو طالب زندانیانو له خوشې کولو سره مخالف دی

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳۰, ۱۳۹۹)

افغان حکومت د هغو سلګونه طالبانو له خوشې کولو سره مخالفت ښودلی، چې په باور یې ډېر خطرناک دي.

رویټرز خبري آژانس د ۵ اروپايي، آسیايي ډیپلوماټیکو سرچینو او افغان چارواکو له قوله په ډاګه کوي: افغان حکومت اوس هم د هغو سلګونه طالب زندانیانو له خوشې کولو سره مخالفت ښيي، چې په باور یې په مرګونو بریدونو کې ګرم پېژندل شوي دي.

رویترز دا ټینګار هم وړندې کړی، چې که د دغو طالب زندانیانو د خوشې کولو پر سر مخالفتونه حل شي؛ نو ورسره د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو د پیل امکانات هم برابریږي.

حکومت نه غواړي هغه طالب زندانیان خوشې کړي، چې په دوه زره اوولسم کال کې یې د کابل په زنبق څلورلارې کې موټربم برید تنظیم کړی و؛ خو د یادې سرچینې د څرګندونونو له مخې، طالبانو د دغو زندانیانو خوشې کیدل د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره شرط ایښی دی.

رویټرز ویلي؛ لویدیځ هم د افغان دولت له دغه دریځ څخه ملاتړ کوي، چې نه غواړي دغه خطرناک طالب زندانیان خوشې کړي.

د لویدیځ یوه دیپلومات ویلي، چې د دغو طالب زندانیانو خوشې کول به له سرې کرښې د پښو اړولو په معنا وي.

د خپلمنځي خبرو د پیلیدو په درشل کې د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو خوشې کول او خطرناک ګڼل یو ځل بیا  یوه لانجمنه موضوع شوه، چې حلولو یې بېلابېلې اندېښنې را پورته کړي دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره د طالب زندانیانو خوشې کیدل، د امریکا او طالبانو د هوکړې یوه برخه ده.

هغه هیله ښودلې، چې باید په دې برخه کې پرمختګ وشي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرگ وایي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې د طالب زندانیانو خوشې کول د شرط په توګه مطرح دي. د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې د روانې شخړې حل لار ده او دا خبرې ډېرې مهمې دي. هیله مو دا ده، چې د افغان حکومت په ګډون مونږ ټول وکولی شو په دې برخه کې پرمختګ ته لار اوره کړو او خبرې پیل شي.

 د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلال‌الدین شینواري ویلي: تر هغې، چې د امارت اسلامي پاتې دوه زره بندیان خوشې شوي نه وي؛ شونې نده، چې خپلمنځي خبرې پیل شي.

سیاسي شنونکی احمد سعیدي د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرې ډېرې پېچلې ګڼي او وایي، چې که د دې موضوع پېچلتیا ته وګورو؛ فکر نکوم، چې خپلمنځي خبرې ژر پیل او له غورې پایلې برخمنه وي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ طالب زندانیان د ولسمشر د فرمان له مخې د هغوی د عمر، روغتیايي حالت او د بند پاتې مودې ته په کتو خوشې کیږي. افغان حکومت تر اوسه له ۳۰۰۰ ډېر طالب زندانیان خوشې کړي دي.

تمه ده، چې د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو له خوشې کیدو سره به د روانې میاشتې په پای کې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.

Trending

Exit mobile version