تازه خبرونه

حکومت د خلکو د سر په بیه سوله کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

دکندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال عبدالرازق وايي چي دملي يوالي حکومت دخلکو دسرونو په قيمت سوله کوي.

امنيه قوماندان دغه څرګندونې په هغه غونډه کي وکړي چي دکندهار لپاره دنوي والي دمعرفت لپاره جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کي دملي يوالي حکومت اجرايیه ريس ډاکټر عبدالله عبدالله هم کندهار ته راغلى وو اوپه دغه مراسيمو کي يي برخه اخيستى وه.

امنيه قوماندان له ښاغلي عبدالله غوښتنه وکړه چي دوسله والو مخاليفينو سره دې ددوی دسر په قيمت سوله نه کوي اونه دې هم دوی پرپنجابيانو وژني.

دحکومت اجرايیه ريس وويل چي هيڅ وخت به دافغانانو دسر په قيمت سوله ونه کړي او دايي يوه ناسمه خبره وبلله چي ګواکي دملي يوالي حکومت له وسله والو طالبانو سره معامله کوي.

نوموړي همدا راز وویل چې د پاکستان سره سوله کول هیڅ ګټه نه لري او هره ورځ د سولي په نامه له وسلوالو مخالفینو سره د دوی پر سر سودا کیږي چې دا دوی ته د منلو وړ نه ده.

امنیه قوماندان د خپلو خبرو پر مهال وویل افغان حکومت حق لري چې هر هغه کس چې د افغانستان ملي ګټي تر پښو لاندي کوي په سزا ورسوي؛ خو د سولي په نامه دي د هر ډول معاملو څخه لاس واخلي.

په یاده غونډه کې د ملي يووالي حکومت اجراییه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې د ملي یوالي حکومت تل په دې هڅه کې دی چې افغانستان ته سوله راولي او هغه په دې معنا نه ده چې ملي ګټي تر پښولاندي کړي.

نوموړي همدار راز وویل چې د افغانستان هر وګړی د سولي غوښتونکی دی او دوی به هیڅکله هم د سولي په نامه داسي پریکړه ونه کړي چې افغان سرتیري يي قرباني شي.

په دغه غونډه کې د کندهار نوی والي ډاکټر همایون عزیزي چې نن یې رسمآ دنده پېل کړه وویل چې ډير ژر به په دغه ولایت کې د معارف، بیارغوني او د عدلي او قضایي سسټم کې اصلاحات راولي.

خبریال:بريالی رحيمي

Trending

Exit mobile version