تازه خبرونه

حکومت د وژل شویو خبریالانو د دوسیو څېړل له پامه غورزولي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۷, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د آزادو رسنیو ملاتړي بنسټونه پر حکومت تور لګوي، چې د وژل شویو خبریالانو د دوسیو څېړل یې له پامه غورزولي دي.

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړي بنسټونه وایي، چې که څه هم څو خبریالان په وروستیو میاشتو کې وژل شوي؛ خو تر اوسه دولت د یوې پېښې په اړه هم بشپړ جزئیات په ډاګه کړي ندي.

د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ مشرمجیب خلوتګر ویلي؛ په خواشینس، چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالي ډېر شوی؛ ځکه، چې د وژل شویو خبریالانو دوسیې څېړل شوې ندي. که څه هم حکومت د دوشسیو د څېړلو ادعا کړې ده؛ خو باید په یاد ولرو، چې د یوې دوسیې اچول د هغې د څېړلو معنا نلري.              

د دغو بنسټونو د څرګندونو له مخې؛ د امنیتي ګواښونو له امله ځینې خبریالان اړ شوي، چې له هېواده ووځي.

په کندهار کې د اثر اوونیزې مسوول عبدالسمع غیرتمل څرګنده کړې؛ له تېرو څو اوونیو راپدیخوا د هېواد په لویدیځ کې یو شمېر خبریالانو د امنیتي ګواښونو له کبله دندې پریښي او یو شمېر نور له هېواده وتلي دي.              

خبریالان وایي، که  حالت ښه نشي؛ اړ دي له افغانستان ووځي.

صمیم فیضي هم د دې لپاره، چې ونه وژل شي؛ پر زرهي واسکټ د پېښو سیمو ته ځي.

نوموړي زیاته کړې؛ مونږ هره ورځ له ستونزو سره ډغرې وهو؛ حکومتي معلوماتو ته بشپړ لاسرسی نلرو او ګواښونه هم ډېر دي. که مو امنیتي خوندیتوب ته پاملرنه ونشي اړ یو له هېواده ووځو؛ ځکه د خبریالانو یوه دوسیه هم پوره څېړل شوې نده.

حسیب نومی خبریال، چې په کابل ښار کې هڅې تر سره کوي وایي؛ د راپور جوړولو لپاره هره ورځ ښار ته ځي او هیله نلري، چې ژوندی به کور ته ستون شي.

خبریال حسیب صابري زیاته کړې؛ بس یوازې زرهي واسکټونه تزر غاړې کوو، چې تن مو خوندي کړي.

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې هیڅ داسې دوسیه نشته، چې څېړل شوي نه وي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند  طارق آرین زیاته کړې؛ تاوتریخوالي ته د لاسرسي د همغږۍ مرکز د رسنیو له مسوولینو سره د خبریالانو او مدني مخکښانو دوسیې ګوري.             

تېر میلادي کال په هېواد کې ۱۱ خبریالان وژل شوي؛ په وروستیو کې امنیتي بنسټونو ویلي، چې څو کسان یې پر خبریالانو د بریدونو په شک نیولي؛ خو اوس هم د خبریالانو د موخه ییزو وژنو په اړه اندېښنې پخپل حال پاتې دي.

Trending

Exit mobile version