تازه خبرونه

حکومت د کابل د ننني برید په مخنیوي کې پاتې راغلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ټول په درانده خوب ویده ول، چې پلازمېنه یوې زور ورې چاودنې ولړزوله او ځانمرگي خپل موټر بم د شپې یوه بجه د ملي دفاع وزارت د کشف ریاست تر څنګ والوځاوه.

د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، چې د پیښې ځای ته ورغلی وایي، د برید له کبله پنځلس تنه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په گډون له دوه سوه اتیاوو زیات ټپیان شوي دي.

حنیف اتمر، چې د پیښې په ځای کې له خبریالانو سره خبرې کولې، دغه راز ومنله، چې حکومت د دغه برید په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

ځانمرگي برید کوونکي خپل موټر بم د ملي دفاع وزارت د کشف ریاست په خوا کې تېره شپه شاوخوا یوه بجه وچاوداوه.

عیني شاهدان بیا وایی، په پیښه کې له پېنځه سوه ډېرو کسانو ته تلفات اوښتي او څه باندې دوه سوه دوکانونه او کورونه هم تخریب شوي دي.

په دې سیمه کې د یوې مسافرخانې شاوخوا څلویښت کارگرانو زیانمن شوي؛ خو د دغو کارگرانو خپلوان وایی، په دې پیښه کې زیاتره هغوي له منځه تللي دي.

دغه راز په یو وران کور کې هم د یوې کورنۍ پېنځه غړي د درې ښځو په گډون وژل شوي دي.

یو سپین ږیری، چې سترگې یې له اوښکې ډنډ دي، د کورنۍ غړي یې په پیښه کې ټپیان شوي دي.

له څو ورځو پرتلیز امنیت او د ملا عمر د مړینې د خبر له اعلان وروسته دا په کابل کې تر ټولو ستر او خونړی برید دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال وایی، د دغې پیښې د بشپړې څېړنې له پاره یو کمیسون جوړ شوی، چې له څئېړنو وروسته به په دې اړه جزییات له رسنیو سره شریک شي.

Trending

Exit mobile version