تازه خبرونه

حکومت د ۲ زرو طالب بندیانو د خلاصون ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۵, ۱۳۹۹)

د اختر له لمانځه وروسته، ولسمشر غني وویل چې د ښه نیت له مخې به حکومت شاوخوا ۲۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي؛ هغه پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې د امنیتي ځواکونو د بندیانو خوشې کولو پروسه پیل کړي.

ولسمشر غني د طالبانو د درې ورځني اوربند اعلان هرکلی وکړ، او په دې ډله یې غږ وکړ چې نور د افغانستان خلکو ته زیان ونه رسوي. هغه وایي چې د هیواد د هر وړي وژنه یو توجیه نکونکې دردمن کار دې.

د ولسمشر په وینا، افغان حکومت چمتو دی چې سمدستي د سولې خبرې پیل کړي. هغه وویل: “د ټولو افغانانو په استازیتوب د سولې خبرو اترو پلاوي له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو ته چمتو دي.”

ولسمشر باور لري چې د افغانستان خلک د سولې په پروسه کې رښتیني ګټونکی دي. نو هغه پر طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان خلکو ته زیان ونه رسوي.

د افغانستان حکومت د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ د سولې د تړون له لاسلیک وروسته ۱۵۰۰  طالب بندیان خوشې کړل.

همدادراز، طالبانو هم شاوخوا ۲۰۰ حکومتي پرسونل چې له دغې ډلې سره اسیر ول، خوشې کړي دي.

خو له بده مرغه، د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د کچې له لوړېدو وروسته، حکومت اعلان وکړ چې دغه پروسه به ودروي.

Trending

Exit mobile version