تازه خبرونه

حکومت د ۴۰۰ ناندریزو طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر پیل کړ

Published

on

حکومت د ۸۰  طالب بندیانو له خوشې کولو سره د پاتې۴۰۰ ناندریزو بندیانو د خوشې کیدو بهیر پیل کړ.

د ملي امنیت شورا د دفتر د څرګندونو له مخې؛ پرون پنجشنبه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کیدو بهیر د سولې مشورتي جرګې د پرېکړې او ترې یوه ورځ وروسته د ولسمشر اشرف غني د فرمان له مخې پیل شوی دی.

له څلور سوه طالب بندیانو څخه اتیا یې پرون د پنجشنبې پر ورځ د څرخي پله له زندان څخه آزاد شول. خوشې شوي طالبان، چې ملي امنیت شورا ترې انځوریزې مرکې خپرې کړي وایي؛ د وژنو، تښتونو او اخلاقي رسولۍ په تورونو نیول شوي وه.

یو آزاد شوی طالب بندي محمد شریف وایي: د طالب کیدو او قتل په جرم بندي شوی وم . غواړم، چې په هېواد کې سوله او تلپاتې اوربند رامنځته شي.          

یو آزاد شوي بندي محمد انور نومي ویلي، چې د انسان تښتنونې پر جرم بندي وم؛ له مشرانو غواړم، چې تلپاتې سوله رامنځته کړي.              

د دغو بندیانو ډېر پر اعدام محکوم دي؛ حق العبد دوسیې لري، د نشه یي توکو د قاچاقو تور پرې لګېدلی، د حکومت او د ځینو متحدو هېوادونو په تور نوملړ کې راغلي او په اخلاقي رسوایۍ کې هم ګرم پېژندل شوي دي.

پخواني طالب سید اکبر آغا ویلي، چې د بندیانو د خوشې کولو د خپلمنځي خبرو پیلیدو ته هیلې ډېرې کړي دي.           

ویل کیږي، چې د بندیانو له خوشې کیدو یوه اوونۍ وروسته به خپلمنځي خبرې پیل او اوربند رامنځته شي.

د حکومت مرکچي پلاوي غلام فاروق مجروح ویلي؛ چمتووالی مو وروستی شوی او د روانې اوونۍ په نیمایي کې به قطر ته سفر وکړو.             

له دې مخکې حکومت ویلي وه، چې له دغو بندیانو څخه یوشمېر یې پر اعدام محکوم شوي، چې په څرخي پله او بګرام زندانونو کې ساتل شوي دي.

د څلور سوه طالب جنګیاليو د خلاصون مساله د افغانانو د سولې خبرو د پیل یو لوی خنډ یادیده؛ ځکه، نو ولسمشر د سولې مشورتي لویه جرګه را وبلله او د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړې له مخې یې د دې ۴۰۰ نالنړدریزو بندیانو د خوشې کولو حکم لاسلیک او تېره ورځ یې د خوشې کیدو لړۍ پیل شوه.  

طالبانو تر دې دمه د خوشې شویو ۸۰ بندیانو په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version