تازه خبرونه

حکومت له مخالفینو سره د مبارزې اراده نه لري – غزني والي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د غزني مرستیال والي وایيعبدالعلي احمدي، اوسنی نظام په دغه ولایت کې له وسلوالو مخالفینو سره د مبارزې لپاره جدي اراده نه لري.

نوموړی ادعا کوي چې جګپوړي چارواکي په زیاترو مواردو کې امنیتي بنسټونو او سیمه ییزو چارواکو ته امر کوي چې د مخالفینو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار وانخلي.

په هېواد کې وروستیو ناامنیو په ځانګړې توګه اختطاف او د غزني د ځینو اوسیدونکو د سرونو د غوڅولو پیښې بیلابیل غبرګونونه را پارولي دي.

 

خو د کورنیو چارو وزارت له دغه راز خبرو سره هوکړه نه لري او ټینګار کوي چې امنیتي ځواکونه مخالفین په هر ځای کې په نښه کوي او په وړاندې یې زغم نه کار نه اخلي.

 

په همدې حال کې پوځي کارپوه جنرال صدیق ساهلپه دې باور دي چې که د غزني د مرستیال والي خبرې سمې وي؛ د حکومتي مشرانو اقدام خیانت بلل کیدای شي.

دغه خبرې په داسې حال کې څرګندیږي چې مخالفینو د جمعې په ورځ د غزني له څلورو اوسیدونکو سرونه پرې کړل، دغه کسان درې ورځې مخکې تښتول شوي وو.

خبریال: حمید صدیقي

Trending

Exit mobile version