تازه خبرونه

حکومت له کابل بانک څخه د غلا شویو پیسو په راټولولو کې پاتې راغلی-افضلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د شفافیت بنسټ د ملي وحدت حکومت د کابل بانک له پوروړیو څخه د پیسو په ترلاسه کولو کې پاتې ګڼي.

د ملي یوالي حکومت د خپل کار په دوه یمه ورځ له کابل بانک څخه د میلیونونو دالرو د وردکیدو د فساد دوسیه بیا پرانیسته. دغې قضیې ته ځانګړې شوې محکمې پرېکړه وکړه، چې په قضیه کې ښکېل کسان،  پوروړي او د پانګې غله باید ټولې پیسې حکومت ته وسپاري.

د افغانستان د شفافیت بنسټ مسوولین وايي، چې د کابل بانک په فساد کې ښکېل کسان له ولسمشرۍ او اجرائيه ریاست سره نږدې اړیکې لري او له همدې کبله د ملي وحدت حکومت نه دی توانیدلی، چې ورکې شوې پیسې راټولې کړي.

د افغانستان د شفافیت ادارې رييسسید اکرام افضلي وایي، حکومت د اړوند سکالو په اړه خلک نه خبروي؛ په بېلابېلو بڼو له پیسو یادونه شوې؛ خو د منلو وړ نه ده، ځکه حکومت په دې موضوع کې ښکاره لاس لري او چپتیا یې پرې غوره ګڼلې ده.   

آریانا نیوز کابو یوه اوونۍ هڅه وکړه، چې له لویې څارنوالۍ او د کابل بانک له چاڼیزې ادارې څخه د دغه بانک د راټولې شوې پانګې په اړه معلومات تر لاسه کړي؛ خو دواړه ادارې نه غواړي په دې اړهه معلومات ورکړي.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وایي، په حکومت کې بېلابېلې سیاسي اړیکو د حکومت مشران بوخت کړي او هېوادني ارزښتونه یې هیر کړئي دي.

د مشرانو جرګې غړی جمعه الدین ګیانوال وایي، حکومت ونه شو کولی، چې باد وړې پیسې راټولې کړي.

له دې ۶ میاشتې وړاندې لویې څارنوالۍ څرګنده کړې وه، چېله کابل بانکڅخه ۹ سوه ۵۰

 میلیون دالره ورک شوي، چې پېنځه سوه میلیون دالر یې  راټول شوي دي.

خبریال : فرشاد صالح

Trending

Exit mobile version