تازه خبرونه

حکومت له کوچنیو تشبثاتو څخه د ملاتړ لپاره له ۱۰ نا دولتي بنسټونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۶, ۱۴۰۲

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو د ملاتړ او پراختیا لپاره له ۱۰ غیر دولتي موسسو سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ  هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې له دې کاره يي موخه په هېواد کې د کوچنیو اومنځنیو تشبثاتو د ملاتړاو پراختیا  لپاره د زمیني برابرول دي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې؛ دا بنسټونه به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو، لاسي صنایعو، د میرمنو د اقتصادي توانمندۍ په برخو کې فعالیتو نه ترسره کړي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخوندزاده وایي؛ د دې لس بنسټونو سره د هوکړو موخه په هېواد کې د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ملاتړ دی او مونږ باوري یوو، چې د ولایتونو پر کچه به د کوچنیو تشبثاتو د روزنې ترڅنګ د هېواد په اقتصادي پراختیا کې هم مهم رول تر سره کړي.

د خصوصي سکتورغړي هم د صنایعو اوسوداګرۍ وزارت له دې اقدام هرکلی کوې او وایي، چې  کوچني  او منځني تشبثات د هېواد په اقتصاد کې  مهم رول لري او باید په دې برخه کې حکومت او نړیوال بنسټونه ډېره پاملرنه وکړي.

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې رییس عبدالجبار ساپی وایي: کو چني تشبثات د یوه هېواد د اقتصادي او کسب په رامنځته کولو کې مهم رول لري او د دې تشبثاتو پراختیا کولی شي په هېواد کې د بې‌کارۍ کچه راټیټه کړي.

د اقتصادي چارو کار پوهانو ويلي،  چې که اسلامي امارت په منځنیو او کوچنیو تشبثاتو تمرکز زیات کړي  له دې سره به هېواد په اقتصادي حرکت کې مثبت بدلون رامنځته کیدو ترڅنګ په زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.

د اقتصادي چارو شنونکی شبیر احمد بشیري وایي: د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو ملاتړ او پراختیا د هېوادونو په اقتصادي پراختیا کې اړین رول لري او دا دوه برخې پر پراخه کچه کار هم رامنځته کوي.

ویل کیږي، چې په ټول هېواد کې له کوچنیو او منځنیو تشبثاتو څخه خپل ملاتړ نور هم پراخ کړي؛ ځکه، چې له دې سره خلکو ته د کار بشپړه زمینه برابره شي.

Trending

Exit mobile version