تازه خبرونه

حکومت په تدريجي توگه هرې ستونزې ته پاملرنه کوي- عبداله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اجرائيه ریيس داکتر عبداله عبداله وايي، حکومت له څو لويو ستونزو سره مخ دى؛ خو په تدريجي توگه به هرې يوې ته پاملرنه کوي.

 نوموړي دغه څرگندونې، تېره ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د کندهار او هلمند ولايتونو د ولايتي شورا، قومونو او مدني ټولنو له استازیو سره د يادو ولايتونو پر ستونزو د خبرو کولو پرمهال کړې دي.

د ده په وينا؛ حکومت د اوسنيو ستونزو د له منځه تگ لپاره څو ستر پروگرامونه لري، چې له پلي کیدو سره به يې امنيت ټينگ او بې کاري له منځه لاړه شي او اقتصادي وضعيت به ښه شي.

اجرائيه ریيس وايي، د ملي يووالي حکومت متوازن پرمختگ ته ژمن دى او ډېر تمرکز يې پر هغو ساحو دى، چې تېر کلونه په کې زيات کار نه دى شوى.

Trending

Exit mobile version