تازه خبرونه

حکومت په روان کال کې ټاکنې نه شي کوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې حکومت په روان کال کې د پارلماني ټاکنو فرصت له لاسه ورکړی دی. دوی وايي، ښه به دا وي چې دغه ټاکنې راتلونکي کال ته وځنډول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په راتلونکې اونۍ کې به د ټاکنیزو اصلاحاتو په هکله د ولسمشر د فرمان په اړه د ملي شورا ګډه کمېټه کار پیل کړي.

که څه هم د ټاکنیزو اصلاحاتو په هکله د ولسمشر تقنیني فرمان په ولسي جرګه کې رد شو، خو مشرانو جرګې بیا دغه فرمان تایید کړ. ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډه کمېټه جوړه شي او په راتلونکې اونۍ کې په دې هکله کار پیل کړي. د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې حکومت سږ کال د ټاکنو فرصت له لاسه ورکړی دی.

د ټاکنو د څار د بنسټ ريیس نعیم ایوب زاده وايي: “سږ کال له امنيتي، تخنيکي او بوديجې له پلوه ټاکنې شونې نه دي، ښه به دا وي چې په راتلونکي کال کې له اصلاحاتو سره سم ټاکنې وشي.”

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال وايي چې راتلونکې اونۍ کې به د دواړو جرګو ګډه کمېټه جوړه شي او په دې هکله به کار پیل کړي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال فرهاد سخي وايي: “له اختر وروسته يو کميسيون جوړېږي، له دواړو جرګو څخه به په مساوي ډول کسان معرفي کېږي، که چېرې تصميم له رخصتۍ مخکې نيول کېږي او جرګه رخصت کړل شي بيا هم کاري ډله خپل کار ته ادامه ورکوي.”

که څه هم د ملي یووالي حکومت ټاکنیزو اصلاحاتو ته ځان ژمن ګڼي خو په دې هکله د پام وړ او عملي پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

Trending

Exit mobile version