تازه خبرونه
حکومت په موخه ییزو وژنو کې لاس لري – حکمتیار
د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار حکومت تورن کړی، چې په موخه ییزو وژنو کې لاس لري او که په لس ورځو کې دا بریدونه ونه دروي؛ په وژنو کې د لاس لرونکیو حکومتي چارواکو نومونه به واخلي.
د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې پر حکومت تور پورې کړ، چې په موخه ییزو بریدونو او وژنو کې لاس لري.
حکمتیار د افغانستان لپاره د خلیلزاد د ټولګډونه حکومت کړنلاره ناکامه بولي او وایي، چې یوازې لنډ مهالی حکومت د افغانستان ستونزه اوارولی شي.
حکمتیار زیاتوي؛ په دوحه کې د افغانستان جمهوریت پلوي مرکچي پلاوی مناسب جوړښت نلري، چې له همدې کبله امریکا غواړي د دوحې بهیر بیا و ارزوي او پر بدیلو لارو فکر وکړي.
نوموړی وایي؛ داځل د یو داسې حکومت په اړه بحث او خبرې کیږي، چې ټولو ته د منلو وي. یعنې لنډمهالی انتقالي حکومت.
ګلبدین حکمتیا څرګنده کړې؛ که یې له طالبانو او یا څو نورو ګوندونو سره لاس یو کړ؛ نو د افغانستان کړکېچ د سولې یا جګړې له لارې حل کولی شي.
حکمتیار وايي، چې د سیاسي ګوندونو سیاسي کمېټې د افغانستان د روانو حالاتو پر ارزونه بوختې دي او په مناسب وخت کې به د رهبرانو پر کچه د نظرونو د یوالي غونډه جوړه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې حکومت په موخه ییزو وژنو کې طالبان ښکېل بولي؛ خو طالبان هم دا تور ردوي.