تازه خبرونه

حکومت په کابل ښار کې د قرانطین لیرې کولو پړاویزه طرحه تائید کړه

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲, ۱۳۹۹

کابل والي ویلي؛ د افغانستان کابینې یوه طرحه تائید کړې، چې له مخې به یې د کابل ښار پر یو شمېر برخو او بنسټونو لګیدلي بندیزونه په پړاویزه توګه لیرې شي.

کابل والي محمد یعقوب حیدري د پنجشنبې پر ورځ په یوه خبري ناسته کې څرګنده کړه، چې دغه طرحه له کرونا ویروس سره د مبارزې کمیتې د حکومت کابینې ته وړاندې کړې او حکومت هم تائید کړې او له اختر وروسته به پلې شي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دغې طرحې له مخې ځینې صنفونه  به په عادي او ځینې نور به په نوبتي ډول په ځانګړیو شرایطو خپل کارونه روان ساتي.

هغه خبرداری ورکوي، چې د اختر په لومړیو درې ورځو کې به کابل په بشپړه توګه قرنطین وي او هیڅوک به په ښار کې د ګرځیدو اجازه ونلري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د خوراکي توکو، تازه میوې او سبو پلورنځي، بټیاريانې، درملتونونه، روغتیایي مرکزونه، قصابۍ، مرسته رسوونکې موسسې، بانکونه، د تېلو ټانکونه او هغه رستورانټونه، چې یوازې خواړه پخوي او پلوري یې په عادي ډول خپل کارونه تر سره کوي.

دغه راز فلز کارۍ، د برقي وسایلو پلورنځي، نجارۍ، موبایل پلورنځي، د ترمیم ورکشاپونه به له غرمې وروسته له دوه بجو تر پېنځه بجو کار کوي.

پلورنځي او د ساختماني موادو د تولید مرکزونه به د سهار له اته بجو د ماسپښین تر دوو بجو کار کوي.

د وچې میوې، جامو، بوټونو، قرطاسیې، تکتونو او مینځونکیو توکو پلورنځي به د سهار له اته بجو د ماسپښین تر دوه بجو خلاص وي.

نور کوچنی اصناف به د غرمې له ۱۲ بجو څخه  تر پېنځه بجو کار کوي.

زرګري د اوونۍ په درې طاق ورځو کې د ورځې له دوه بجو تر شپږ بجو کار کوي.

مدافع وکیلان، بنجاره، سینګارخونې او سلمانۍ به د ورځې له دوه بجو د شپې تر اته بجو کار کوي.

د باغ قاضي منډیي، پل باغ عمومي، د لیسه مریم بازار، سرای شمالي او نور به د سهار له اته تر ۱۲ بجو پرانیستي وي.

امبولانسونه، اطفائیه، دولتي وسایط، روغتیایي کارمندان، ډیپلوماټان، حکومتي چارواکي، د ملي شورا غړي، مخابراتي شبکې، تلویزیونونه او خبرنګاران به په عادي ډول کار کوي.

باروړونکي موټر به د شپې له نهه بجو د سهار تر پېنځه بجو، جفت پلیټ لرونکي تیز رفتار موټر به په جفتو ورځو او د تاق پلیټ لرونکي به په تاقو ورځو کې کار کوي.

د کابل والي همدارنګه ټینګار کوي، چې د اختر په ورځو کې به کابل سل په سلو کې قرنطین وي او هیچا ته به د ګرځیدو اجازه نه ورکول کیږي.

مسوولین له ټولو خلکو غواړي، چې په دې برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي او له کرونا ویروسه د رامنځته کیدونکي ناورین مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۸۶۷۶ ته رسیدلی او تر دې دمه ترې ۱۹۳ کسان مړه شوي او ۹۳۸ ترې رغیدلي دي.

Trending

Exit mobile version