تازه خبرونه

حکومت په ۳۱ ولایتونو کې شپنی ګرځبندیز ولګاوه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲, ۱۴۰۰)

کورنیو چارو وزارت ويلي، چې په ۳۱ ولایتونو کې یې د طالبانو د وسلوالو هڅو د ډېرېدو د مخنیوي لپاره د شپې لخوا ګرځبندیږ لګولی دی.

چارواکو ویلي، چې دا کار په ناامنه ولایتونو کې د پلي کېدو وړ دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا ضیا وایي، چې کابل، ننګرهار او پنجشېر ولایتونه له دې محدودیتونو وتلي دي.

نوموړي ټینګارکړی؛ د خلکو پر تګ راتګ دغه بندیزونه د شپې له لس بجو پیلیږي او د سهار څلور بجې به پای ته ورسیږي.

دغه راز سرچینو ویلي، چې په یوشمېر شمالي ولایتونو کې له اختر وروسته د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

په کاپیسا کې د مدني ټولنې یو شمېر هڅاندو ويلي، چې د نجراب، اله ساۍ او تګاب ولسوالیو ډېري اوسیدونکي د دولتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو د نښتو له کبله بې ځایه شوي دي.

مدني هڅانده شمیلا مشعل زیاته کړې: مونږ له مرکزي حکومته غواړو، چې دې کورنیو ته خپل پام راواړوي.

سربېره پردې تېره شپه په غزني، میدان وردګ، تخار، کندوز، بدخشان، کونړ، لغمان، هرات، هلمند او نیمروز ولایتونو کې د درندو جګړو راپور ورکړ شوی دی.

دفاع وزارت ویلي، چې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۲۶۲ طالبان وژل شوي او ۱۷۶ نور ټپیان دي.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version