تازه خبرونه
حکومت څلور کاندیدان ولسي جرګې ته د باور رایو لپاره معرفي کړل
حکومت د ملي دفاعوزارت او د افغانستان بانک او سترې محکمې د غړیتوب لپاره دوه کاندیدان ولسي جرګې ته د باور رایو اخیستو په موخه معرفي کړل.
د ولسمشر دوهم مرستیال له ولسي جرګې غواړي چې د هېواد دفاعي، قضایی او بانکي نظام ته په کتو څلور واړه کاندیدان ژر تایید کړي.
سرور دانش هیله من دی چې په څو ورځو کې به د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د کار په پیلېدو د پارلماني ټاکنو نیټه هم ژر اعلام شي.
محمد معصوم ستانکزی د ملي دفاع او خلیل صدیقي د افغانستان بانک لپاره کاندیدان دي چې حکومت په رسمي توګه ولسي جرګې ته معرفي کړل.
بلخوا د سترې محکمې غړیتوب ته سید یوسف حلیم او انیسه رسولي نومول شوي دي.
دوي د چهارشنبې په ورځ په رسمي توګه د ولسمشر دوهم مرستیال ولسي جرګې ته معرفي کړل.
۱- محمد معصوم ستانکزی د ملی دفاع وزارت ته نوماند د انجنیرۍ او پایداره پراختیا ماسټر
۲- خلیل الله صدیق د افغانستان بانک ته نوماند د اقتصاد لیسانس
۳- سید یوسف حلیم د ستری محکمی د عالي شورا غړيتوب ته نوماند د عمومي حقوقو ماسټر
۴- انیسه رسولي د ستری محکمې د عالي شورا غړيتوب ته نومانده د جزا او جرم پیژندني ماسټره
سرور دانش د دغو کاندیدانو په اړه له ولسي جرګې یو لړ غوښتنې لري:
“ د هیواد قضایي،دفاعي او بانکي نظام اړتیاو ته په کتو هیله لرم چې ژر دغو څلورونوماندانو ته د باور رایه ورکړئ.“
د ټاکنیزو اصلاحاتود کمیسیون د ژر جوړیدو ژمنه د دانش د خبرو بله برخه ده.
“د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د کار په پیل سره هیله لرم چې د مالي او تخنیکي ستونزو په لرې کېدو سره د ټاکنو نیټه مشخصه شي.”
په پام کې ده چې معصوم ستانکزی د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته خپل کاري پلان وړاندې کړي.
سرور دانش وایی، ژر به د لویې څارنوالۍ لپاره کاندید او د اساسي قانون د تطبیق پر سر د څارنې د کمیسیون غړي ولسي جرګې ته معرفي شي.
دی وایی، د اتو ولایتونو لپاره چې دا مهال د سرپرستانو له خوا اداره کیږي، هم پریکړه کېدونکې ده او ژر به دا ولایتونه والیان پیدا کړي.
خبریال: عبدالعزیز کریمی