تازه خبرونه

حکومت کورنیو تولیداتو ته په پام سره اقتصادي پالیسۍ جوړوي – مسعود

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ښه حکومت او صلاحاتوپه برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود وايي؛ د ملي یووالي حکومت ټولې اقتصادي پالیسۍ د کورنيو تولیداتو د ملاتړ پر بنسټ جوړې شوي دي.

د هغه په وینا حکو مت ژمن دی چې د کورنيو تولیداتو ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې یو شمیر صنعتکاران وايي چې په تیرو دیارلسو کلونو کې حکومت له کورني صنعت څخه لازم ملاتړ ونکړ.

ښاغلي مسعود یادې څرګندونې له یو شمیر صنعتي فابریکو څخه د لیدنې په مهال وکړې.

نوموړی وايي د ملي یوالي حکومت ژمن دی چې له کورنیو تولیداتو ملاتړ چې کورني تولیدات له بهرنیو تولیداتو سره سیال شي او ځای یې ونیسي.

هغه زیاته کړ؛ تر هغو چې حکومت له کورنیو تولیداتو ملاتړ ونه کړي؛ نو په یواځې ځان کورني تولیدات له بهرنیو تولیداتو سره رقابت نه شي کولی.

د ملي یووالي حکومت ټولې اقتصادي پالیسۍ د کورنیو تو لیداتو د ملاتړ او رشد په اساس جوړې دي. موږ هڅه کوو څو خپل تولید او صنعت ته نوره هم وده ورکړو تر څو زموږ تولیدات هم نړیوالو بازارونو کې سیالۍ وکړی.

د افغانستان د صنعتکارنو د ټولني یو شمیرغړي بیا وايي که د ملي یوالي حکومت له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړی؛ نو په هیواد کې به د بیکاررۍ کچه راټیټه شی او کورني تولیدات به رشد وکړي.

د صنعتکارانو د ټولنې رییس کلیپ سخي احمد پیمان:

په تیر کې له افغان صنعتکارانو سره حکومت هان همکارې هم نه دی کړې؛ که شوې وای، نن به د صنعتکارانو ستونزي کمي وي.

حمید الله خادم د هرات د صنعتکارانو د ټولنې رییس:

دولت باید نور د کورنیو تولیداتو ملاتړ ته مټې راونغاړي ترڅو شته ستونزې لکه د بریښنا او ځمکو نه شتون پای ته ورسیږي.

د صنعتکارانو ټولنه وايي که د ملي یوالي حکومت له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړی، کورني تو لیدوونکي تیاردي چې له بهرنیو تولیداتو سره سیالي وکړي چې له دې سره به په هیواد کې د بیکارۍ کچه هم راټیټه شي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version