تازه خبرونه

حکومت په وزیر اکبر خان څلور لاري کې دروازه جوړوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په داسې حال کې، چې د امنیت شورا د ښار له بېلابېلو برخو څخه د کانکریتي خنډونو د لیرې کولو امر کړی؛ خو حکومت په وزیر اکبر خان سړک ګې تازه خنډونه ایښي او زنبق څلور لارې ته تلونکې لار یې تړلې ده.

حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو له دې ګام وروسته ګڼې ګوڼې د خلکو نیوکې را پارولې دي.

ویل کیږي، چې حکومت دغلته د دروازې جوړولو نیت لري؛ خو د ښار په نورو برخو کې بیا ښاروالۍ د کانکریتي خنډونو د لیرې کولو بهیر بیا پیل او دغلته یې د عامې روغتیا د وزیر د کور کانکریتي خنډونه لیرې کړل.

د کابل ښار د دوه یمې ناحیې رییس وایي، تراوسه له مهمو ځایونو خنډونه نه دي لیرې شوي. لکه د ملي شورا، د اشرف غني او ګلبدین حکمتیار، حامد کرزي او څو نورو پخوانیو او اوسنیو چارواکو د کورونو کانکریتي خنډونه پخپل ځای پاتې دي، چې اوچت شوي نه دي.

د کابل ښاروالۍ مرستیال احمد شعیب رحیم وایي، تر څلور میاشتو به د خنډونو لیرې کولو کمپاین پای ته ورسیږي او هغه مهال به د هیڅ چارواکي، سیاسيتوالو او بنسټونو د دفتر او کورکانکریتي دیوالونه او خنډونه شتون ونه لري.

خبریال : باعث حیات

Trending

Exit mobile version