تازه خبرونه

حکومت د خلکو د امنیت په خوندي کولو کې پاتې راغلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله ملي وحدت حکومت د خلکو د امنیت په خوندي کولو کې پاتې ګڼي او پر ټولو سیاسي خوزښتونو غږ کوي، چې د هېواد د دښمنانو په وړاندې یو موټی شي.

په هېواد کې د جګړې لمن ورځ تر بلې د پراخیدو په حال کې ده؛ د حکومت اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله وايي؛ خلک حق لري، چې د ناامنیو له کبله اندېښنه وښيي او خپله ناخوښې څرګنده او ورسره په امنیتي حالاتو کې پخپله ونډه بدلون راولي.

اجرائيه رييس ټینګار کوي، چې هېواد په نازکو او حساسو شرایطو کې دی او پر خلکو او سیاسي ډلو یې غږ وکړ، چې له دښمن سره مقابلې ته ودریږي.

نوموړي په کابل کې نننی برید یو بشري جنایت ګڼلی، چې په وینا یې د دوی موخه پردو ته خدمت دی.

عبدالله عبدالله په داسې حال کې پر سیاسي ډلو د یو موټي کیدو غږ کوي، چې له ملي وحدت حکومت څخه د ناخوښو سیاسي ډلو ائتلافونه د ډېریدو په حال کې دي او نوي سیاسي ائتلافونه ټينګار کوي، چې روان حالت ته باید بدلون ورکړشي.

Trending

Exit mobile version