تازه خبرونه

حکومت د سرپرستو وزیرانو ستونزې ته د حل هڅې پیل کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ملي وحدت حکومت په وزارتونو کې د سرپرستانو ستونزې ته د حل هڅې پیل کړي؛ خو ځینې سیاستوال حکومت د کابینې په جوړولو کې کمزوری بولي او وایي، دغه ستونزه په حکومت کې د خپلمنځي اختلافونو پایله ده.

ملي وحدت حکومت د خپل ماموریت له نیمایي ډېره برخه تر شا پریښې؛ خو اوس هم نیمګړی دی او په کابینه کې زیاتره وزارتونه سرپرستان اداره کوي. باور دا دی، چې ارګ او سپیدار پرې نه جوړیږي؛ ځکه دغه ستونزه بابیزه ګڼل شوې ده.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وایي؛ مونږ په دې اړه جدي پرېکړه کړې، چې د ولسي جرګې د اوړي رخصتي په پای کې به هغو وزارتونو ته کاندیدان وروپېژنو، چې سرپرستان یې اداره کوي.

دا مهال یولس وزارتونه سرپرستان اداره کوي، چې په دې کې اووه د ولسي جرګې لخوا سلب صلاحیت شوي او ځینو یې یا استعفا کړې او یا ولسمشر یې دندې ځنډولي دي.

باور کیږي، چې حکومتي مشران په خپلو کې اختلاف لري او په واک و ځواک جوړ نه دي له همدې کبله د کابینې سرپرستي نه ده حل شوې.

د افغانستان نوې ملي جبهې رییس انوارالحق احدي وایي؛ کله، چې پارلمان له یو وزیر خپله رایه واخلي؛ نو بیا یې ولې کار روان وساتل شي. د خواشینۍ ځای دی، چې حکومت په ۹ میاشتو کې یوه ډېره کمزورې کابینه جوړه کړه.          

د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري وایي، له قانون سرغړونه روانه ده. سرپرست وزیر له دوه میاشتو ډېره سرپرستي نشي کولی او پر ځای یې باید بل نوماند ولسي جرګې ته وروپېژندل شي.       

ولسمشر غوښتل، چې د کار او ټولنیزو چارو، لوړو زدکړو او کانونو وزارتونو لپاره کاندیدان ولسي جرګې ته معرفي کړي؛ خو ولسي جرګې ویلي، چې ټول دې ور وپېژني.

Trending

Exit mobile version