تازه خبرونه

حکومت ته د زیان رسولو پر ځای د منطق له لارې خبرو ته کینئ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشر دوه یم مرستیال د اقتصاد وزارت د سرپرست د معرفي پر مهال د حکومت له سیاسي منتقدو ډلو وغوښتل، چې حکومت ته د زیان رسولو پر ځای د منطق له لارې خبرو ته کیني.

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وایي،  ګډ دښمن د ټولو د له منځه وړلو په هڅه کې دی؛ له همدې کبله شته ستونزې باید په ځیرکتیا او منطق حل شي.

د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال محمد خان بیا د دندو په وېش ټینګار کوي او د اقتصاد وزارت سرپرست ته سپارښتنه کوي، چې په وزارت کې له انحصار ډ‌ډه وکړي.

د اقتصاد وزارت سرپرست مصطفی مستور وایي، اقتصاد او امنیت سره تړلي دي.

مصطفی مستور مخکې له دې د مالیې وزارت د مرستیال په توګه دنده تر سره کړې او ویل کیږي، چې اقتصاد وزارت د اجرائیه ریاست ونډه ده.

Trending

Exit mobile version