تازه خبرونه

حکومت د سترو دیوالونو تر شا د خپلواکۍ اته نویمه کلیزه ونمانځله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

حکومت د سترو دیوالونو تر شا د خپلواکي اته نویمه کلیزه ونمانځله، چې د خلکو نیوکې یې را وپارولې دي.

د خلکو په وینا؛ ولسمشر باید دغه تاریخي ورځ له خلکو سره نمانځلې وای، چې په دې به یې د ملت او دولت تر منځ واټن له منځه وړی وای.

خلک واټونو ته را وتلي او بیرغونه یې په لاس دي، چې له بریتانیا څخه د هېواد د خپلواکې د بېرته اخیستو اته نویمه کلیزه ونمانځي.

د پغمان طاق ظفر لاندې د خلکو حضور ډېر پراخ دی؛ څوک د ماشومانو پر مخ د افغانستان بیرغ رنګوي، څوک عکسونه اخلي، چې یوه خاطره پریږدي.

د سوداګرۍ پخوانی وزیر امین فرهنګ  وایي، دا د ملي پیوستون ورځ ده او ځوانان باید په ګډه د دې ورځ ارزښت ساتنه وکړي.

په پلازمېنه کابل کې ملي بیرغونه ځوړند دي؛ خو لږ خلک لیدل کیږي، چې واټونو کې جشن ونمانځي.

افغانستان په داسې حال کې خپله خپلواکي نمانځي، چې همدا اوس زیاترو ولایتونو کې افغان ځواکونه له ترهګرو سره په جګړه کې دي.

Trending

Exit mobile version