تازه خبرونه

حکومت په ټاکنیز نظام کې لازم سمونونه نه دي راوړي- روشن

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د حق او عدالت ګوند پر حکومت نیوکه کوي، چې نه دی توانیدلی د ملي ارادې پر بنسټ یوه کاري ډله جوړه کړي.

د حق او عدالت ګوند رییس سردار محمد روشن له حکومت غواړي، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو او د ولسمشرۍ ټاکنې دې تر سره کړي او بله غوښتنه یې داده، چې هغو کسانو ته دې سزا ورکړ شي، چې په خبره یې ملي شتمني  یې تالان کړي دي.

نوموړی وایي؛ ځینې زورواکي هڅه کوي، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې وځنډیږي. د دې ګوند بله غوښتنه دا ده چې د برښنایی تذکرو د وېش لړۍ دې هم ژر پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د افغان –امریکا د همکاریو د پیلولو هر اړخیز سند لاسلیک شو، چې د ښې حکومتولۍ، ټاکنو، سولې، امنیت او فساد په وړاندې دوه سوه نورې هوکړې رانغاړي او د دواړو هېوادونو تر منځ به په اړیکو کې وده او پراختیا رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version