تازه خبرونه

حکومت په اختر کې له ځانګړیو امنیتي تیاریو خبر ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د لوی اختر په درشل کې کورنیو چارو وزارت په ټول هېواد کې د امنیت ساتنې ډاډ ورکړی او وایي، د جوماتونو، تفریحي پارکونو، لویو ښارونو، لویو لارو او ګڼ میشتو ځایونو امنیت ساتنه د دې تیاریو مهمې برخې دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وایي، د اختر لپاره ځانګړي امنیتي پلانونه جوړ او دفاعي ځواکونو ته هم د امنیت خوندي کولو سپارښتنه شوې، چې خلک وکړای شي د امن په فضا کې اختر ونمانځي.

نوموړی له خلکو غواړي، چې له ډزو او پټاقیو له کارولو ډډه وکړي.

د هېواد د اړوند ولایتونو اوسیدونکي وایي، چې د خلکو ذهنونه له دردونو ستړي شوي او نه غواړي، چې له کورونو ووځي.  

د بغلان امنیه قومندان جنرال اکرام الدین سریع وایي، د لوی اختر په رارسیدو د امنیتي ځواکونو مسوولیت سخت شوی او د دې لپاره، چې خلک په آرام زړه اختر ونمانځي، امنیتي مامورین شپه او ورځ جدي هڅې کوي.

د خوست امنیه قومندان جنرال فیض الله غیرت وایي، په خوست کې د اختر لپآره امنیتي تدابیر نیول شوي دي او د هوایي ډزو او چاودیدونکیو توکو پر خرڅلاو او کارولو کلک بندیز لګیدلی دی.

د غزني امنیه قومندان محمد زمان خوستی وایي، امنیتي پلانونه جوړ شوي او په غزني کې سراسري امنیت نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت او اړوند سیمه ییز چارواکي په داسې حال کې د امنیتي ځانګړیو تدابیرو خبره کوي، چې په دې وروستیو کې ناامني او ترهګریزې پېښې ډېرې شوي دي.

Trending

Exit mobile version