تازه خبرونه

حکومت د ځمکو غاصبینو ته ځانګړې محکمه جوړوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

حکومت د ځمکې له غاصبینو سره د جدي چلند لپاره ځانګړې محکمه جوړوي؛ خو د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، حکومت نه شي کولی د ځمکو غاصبین محکمې ته را کاږي.

اوس حکومت په پام کې لري، چې د دې ستونزې د حل لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړي.

چارواکو ویلي، چې د پرمختیایي چارو لوی خنډ د ځمکو غصب دی.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست سید شاه حسین مرتضوي وایي، دغه ځانګړې محکمه د قانون د حاکمیت شورا د وړاندیز پر بنسټ جوړیږي، چې د ځمکې له غاصبینو سره جدي چلند وکړي.

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دولتي ځمکه غصب شوې او اوس هم دغه لړۍ روانه ده.

د ژوند د چاپیریال ساتنې او طبیعي سرچینو د کمیسیون رییس گل پادشاه مجیدي وایي، د ځمکې غصب د نفوذ لرونکیو، د پارلمان د وکیلانو، ولایتي شوراګانو،سیاسي رهبرانو، جهادي قومندانانو، زوږرمندانو او جنګسالارانو لخوا تر سره شوی دی.                   

که څه هم نه ده معلومه، چې په هېواد کې څومره ځمکه غصب شوې؛ خو ویل کیږي، چې د اټکل له مخې ښایی یو نیم میلیون جریبه وي.

د ځمکو غصب هغه ستونزه ده، چې په وروستیو کې مخ پر پراختیا ده؛ ناامني، د قانون نه حاکمیت او کمزورې حکومتداري د دې سبب شوې، چې دغه پدیده د هرې ورځې په تېریدو پراختیا ومومي.

Trending

Exit mobile version