تازه خبرونه

حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو پیل ته چمتووالی ښکاره کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ ماڼۍ سرپرست ویاند وایي، حکومت به په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره خبرې اترې ونه کړي، بلکې له هغو کسانو سره په اړیکه کې دی، چې کولی شي په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې په پوځي معادله کې بدلون راولي.

په داسې حال کې، چې طالبانو له حکومت سره د سولې وړاندیزونه پر جګړې ځواب کړي؛ خو د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ادعا کوي، چې په دې وروستیو کې له طالبانو سره د سولې خبرو د پیل په تړاو پرله پسې اړیکې تر لاسه شوي؛ خو دغه اړیکې د طالبانو د سیاسي دفتر له پتې نه وې، بلکې د جګړې د ډګر له یو شمېر طالبانو سره اړیکې نیول شوي دي.

د سولې عالي شورا له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پیل کړي، خو روښانه نه ده، چې کومې څېرې او په کومې کچې طالب مشران به له حکومت سره د سولې خبرې کوي.

د سولې عالي شورا ویاند سید امین مظفري وایي، له طالبانو سره د سولې خبرې په بېلابېلو سطحو کې روانې دي.             

د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په مشرۍ به یو پلاوی د یکشنبې په ورځ کابل ته راشي. دغه پلاوی له افغان حکومت سره د خبرو اترو په موخه راځي، چې له افغانستان سره د پاکستان نوې ژمنې هم له ځان سره راوړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، که د پاکستان لوی درستیز افغانستان ته د ژمنو د لاسلیک لپاره راځي؛ دا به د پاکستان او افغانستان په ګټه وي.      

اسلام آباد د واشنګتن تر فشار وروسته له کابل سره  خبرو ته غاړه ایښې ده. امریکا د افغانستان او سویلي آسیا لپاره په تازه تګلاره کې له اسلام آباد غوښتي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې له منځه یوسي او له توند لارو ملاتړ بند کړي.

د قطر د دفتر څنډې ته کولو، د طالبانو توند غبرګون له ځان سره درلود. هغو خبرداری ورکړی، چې د قطر دفتر د تړلو د ناوړه پایلو مسوولیت به د افغان دولت او بهرنیو ځواکونو په غاړه وي.

Trending

Exit mobile version