تازه خبرونه

حکومت خلکو او نړیوالو ته په حساب ورکولو کې رښتونی نه دی- د نظرخاوندان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 په افغانستان کې یو شمېر د نظر خاوندان وايي، چې حکومت خلکو او نړیوالو ته په حساب ورکولو کې رښتونی نه دی.

د کابل په سام غونډه کې افغان چارواکو هڅه وکړه؛ نړیوال قانع کړي، چې په تېرو نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې شوې ژمنې یې تر یوه بریده پلې کړې دي.

د نظر خاوندان بیا وايي، چې حکومت په خپل حساب او کتاب کې صادق نه دی.

سیاسي کارپوه طاهر هاشمي وایي، که د افغانستان حکومت د اساسي قانون له مخې جوړ او د ولسمشر او اجرائیه ریاست تر منځ اختلافات نه وای؛ دې ناستې به په تېرو درې کلونو کې غوره پایله درلوده، خو که سم فکر وکړو دغه راز کنفرانسونو ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي.

مدني ټولنه هم په دې باور ده، چې د ملي وحدت حکومت له شاتګ پرته په هیڅ برخه کې هم پرمختګ نه دی کړی.

د مدني ټولنو د فدراسیون رييس صدیق منصور انصاري څرګنده کړې؛ هغه ټولې ژمنې، چې ملي وحدت حکومت په نړیوالو کنفرانسونو کې کړي، وفا پرې نده شوې. رڼښت او حساب ورکول؛ خو هیڅ نشته، ناامني او فساد هم ډېر پراخه شوی دی.    

د مالیې وزیر، چې د سام په درېیمه نړیواله غونډه کې خبرې کولې ډاډ څرګند کړ، چې حکومت پر ځان د بسیاینې لپاره هڅې کوي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وایي، زمونږ موخه دا ده، چې افغانستان پر ځان بسیاینې مسیر ته برابر کړو. زمونږ عواید د لوړیدو په حال کې دي او اوس پر دې تمرکز کوو، چې متوازن پرمختګ ته لاره پرانیزو.

اداري فساد د افغانستان حکومت ته لویه سرخوګي رامنځته کړې او اوس هم نړیوالو خپلې مرستې له فساد سره مبارزې ته مشروطې کړي. ولیدل شي، چې وخت به دې ته څه ځواب ورکوي.

خبریاله :الاهه عمری

Trending

Exit mobile version