تازه خبرونه
حکومت د جګړې په کابو کولو او مدیریت کې پاتې راغلی
ولسي جرګې په هېواد کې د ناامنیو او په تېره بیا د داعش د پراخو هڅو له کبله امنیتي مسوولین استجواب کړل او ورته په ډاګه شوه، چې حکومت د جګړې د کابو کولو او مدیریت لپاره منظمه ستراتیژي نلري او سخت دریځي د پرمختګ په حال کې دي.
د کورني امنیت د کمیسیون مرستیال عبدالحی اخند زاده پر حکومت نیوکه کوي او وایي، چې تر دې دمه یې د ژمي عملیات نه دي پیل کړي او د هېواد ډېرې سیمې د مخالفانو تر ولکې لاندې دي او امنیتي ځواکونو هیڅ پرمختګ نه دی کړی.
په ولسي جرګه کې د کندهار استازې شکیبا هاشمي وایي، ولسمشر په هېواد کې د جنګ او سولې د مدیریت وس نلري؛ د ترهګرو پر ځالو بریدونه نه دي شوي او د جګړې ستراتیژي یې هم د سولې پر هغې ا نه ده وښتې.
د کورنیو چارو وزیر د ولسي جرګې غړیو ته ویلي؛ هغه سخت دریځي، چې د ده په وینا مغزونه یې مینځل شوي، هیڅکله به هم سولې ته حاضرنشي.
هغه دا ډاډ هم څرګند کړی، چې د هېواد د فضايي حریم د څارنې لپاره د رادارو موضوع په امنیت شورا کې وروستۍ شوې او د هېواد د امنیتي حالت د ښه کیدو لپاره به ډېر ژر ترې کار واخیستل شي.
لوی درستیز محمد شریف یفتلي وايي، چې د وسلوالو مخالفانو ډېرې موخې مو شنډې کړي؛ په څوارلس ولایتونو کې عملیات روان دي او د جګړې د راتلونکي فصل لپاره افغان ځواکونه په یو زر و پېنځه سوه هاموې ټانګونو سمبال شوي دي.
امنیتي مسوولینو دا هم څرګنده کړې، چې له هیڅ سخت دریځي ډلې سره معامله نه کیږي او پر ټول واک و ځواک به د هرې ډلې پر خلاف خپله مبارزه روانه وساتي.
خبریال: رفیع صدیقي