تازه خبرونه
حکومت په ترکیه کې د سولې تر سره شوې خبرې رد کړې
د ملي وحدت حکومت په ترکیه کې د سولې د رسمي خبرو په موخه د افغان دولت او طالبانو تر منځ د درېیم پړاو نارسمي خبرې اترې رد کړې او ویل شوي، چې په دې خبرو اترو کې د حکومت په استازیتوب هیچا ګډون نه دی کړی او د دغې ناستې برخوال د حکومت استازي نه دي.
په دې خبرو اترو کې د دولت په استازیتوب همایون جریر او د ولسمشر مشاور عباس بصیر او د طالبانو لخوا پېنځه کسانو، چې څلور کسه یې ځان د رهبرۍ غړي بولي ګډون کړی و.
له دې مخکې د سولې عالي شورا د دغو خبرو اترو په اړه په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې وه؛ له دې خبرو اترو موخه داده، چې د دولت او طالبانو تر منځ رسمي خبرو اترو ته زمینه برابره شي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سولې عالي شورا د سولې د رامنځته کیدو لپاره پراخ او ګټور پروګرام لري او د افغانستان خلک د هر راز خبرو اترو له پیلیدو خبروي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ رسنیو ته څرګنده کړې وه، چې د ترکیې خبرې اترې جعلي دی او د طالبانو د استازیو ګډون په کې حقیقت نلري.